لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ابادۍ دقابو موندلو هڅو کې ناکامي،پښتونخوا به ۲۰کاله وروسته په څه حال وي؟


په ابادۍ دقابو موندلو دمحکمې چارواکي وایي پاکستان دخپلو زیاتو هڅو باوجود هم په ابادۍ قابو موندلو کې ناکامه شوی اؤ که دپاکستان ابادۍ کې اضافه په موجوده رفتار پاتې شوه نو دا هیواد به راتلونکو شلو کالو کې دزیاتو چیلینجونو سره مخ شي.

د ابادۍ نړیواله ورځ سبا په۱۱م جولایي نماځل کیږي او دې لړ کې د خانداني منصوبه بندۍ محکمې دچهارشنبې په ورځ پېښور کې یوه دستوره راجوړه کړې وه چې ورته وینا والو پاکستان کې ابادۍ کې داضافې په رفتار اندېښنه ښودلې ده

د پاپولیشن ویلفیر ټریننګ انسټیټوټ پرنسپل سید وحید الحسن ډیوه ته وویل د ۲۰۱۷ م د سرشمیرو تر مخه د پاکستان ابادي ۲۰ کروړه ۷۰ لکه ده او دې کې هر کال دوه اعشاریه څلور اضافه کیږي.

پښتونخوا کې ابادۍ کې د اضافې پحقله نوموړی وایي دلته دا اضافه دوه اعشاریه نهه فیصده ده خو وسیلې هاغه شان نه سیوا کیږي

د منصوبه بندۍ دمحکمې د پیښور ضلعې ډپټي ډائریکټر محمد اشفاق وایي که په دې رفتاره د پښتونخوا ابادۍ کې اضافه روانه وه نو شل کاله پس به مونږ ته د موجوده سکولونو تر څنګ د نورو ۱۵ زرو سکولونو ضرورت وي.او دغه شان ۱۵ لکه نوي روګارونه به پیداکول وي. او روغتونونه او نورو د ژوند اسانتیاو کې به هم اضافه کول وي.

دستورې وینا والو وویل د بیلتون په وخت ۱۹۷۱ م کې د بنګله دیش ابادي زمونږ نه زیاته وه خو د غوره منصوبه بندۍ په وجه هغوي اوس زمونږ نه کم یعني ۱۷ کروړه دي. هند هم دې لړ کې کامیابه دی.

خو هم ددغې محکمې ډاکټر رخسانه نیازي وایي دلته اکثره زنانه و ته د خانداني منصوبه بندۍ په اړه معلومات شته خو عمل پرې ډیر کم خلق کوي.

دوي ویل پاکستان نړیوالې ورورولۍ سره د پایدارې ترقۍ اهدافو کې ژمنه کړې ده چې د ابادۍ د کنټرول لپاره به مناسب ګامونه پورته کوي، او که داسې ونه شوه نو د پرمختګ نورې څانګې به هم ورسره اغیزمنې شي او پاکستان باید د خانداني منصوبه بندۍ لپاره زر تر زره نوې قانون سازي وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG