د پنجاب صوبې د لاهور ښار نه کوټې ته تلونکی اور ګاډی په رحيم يار خان کې د بل مال ګاډي سر په ټکر شوی چې له امله يې لږ تر لږه لس مسافر مړه اود ۳۵ نه زيات ژوبل شوي دي.
اکبر اېکسپرېس اور ګاډی نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ سهار وختي د پېښې ښکار شوی دی.
د رحیم يار خان ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) سلامت خان په پېښه کې د لسو کسانو د مړينې پخلی کړی دی، هغه ويلي مالوميږي چې په ټکر شوي اور ګاډي کې اوس هم لا ځينې مسافر دننه ګېر پاتې دي.
پوليس افسر ويلي پېښه کې ژوبل مسافر د رحيم يار خان او صادق اباد روغتونونو ته منتقل کړی شوي او د ځينو ژوبلو حالت پکې مرګونی ښودل شوی دی.
د ځايي ميډيا ترمخه اکبر اېکسپرېس په رحیم يار خان په پټلۍ بل ولاړ مال ګاډي سره په ټکر شوی دی.
د ټکرله امله د اور ګاډي نزدې پينځه ډبې د پټلۍ نه لاندې غورځېدلي او د اووه پورې ډبو ته تاوان اوختی دی.
د پاکستان د رېلوی وزير شېخ رشيد احمد ويلي پېښه د انساني بۍ غورۍ له امله رامنخته شوې او پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.
وزيراعظم عمران خان هم په پېښه د افسوس څرګندونه کړې ده.
د سوات نه لاهور ته د روان بس حادثه
بل لور ته د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمي سوات نه لاهور ته په لار د مسافرو بس د حادثې سره مخ شوی او ۱۳ کسان پکې مړه شوي دي.
د راپورونو ترمخه ياده پېښه په موټر وی د اټک سيمې سره نزدې رامنځته شوې او چارواکو ویلي د ډرايور د تېز رفتارۍ له امله ګاډی بې قابو شوی او لاندې غورځېدلی دی.
ویل شوي په ګاډي کې ۵۹ مسافر سواره وو.