دخیبر پښتونخوا د سوات سیمې نه لاهور ته روان بس په موټروی د براهمه انټرچینج سره نزدې د ډرائیور څخه په بې قابو کیدو اوښتی چې پکې ۱۳کسان مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
په مړو شوؤ کې درې میرمنې اؤ یو ماشوم هم شامل دی اؤ ویل کیږي پېښه کې زیاتره مړه شوي اؤ ژوبل شوي کسان پښتانه دي چې تعلق یې دخیبر پښتونخوا صوبې دبیلابیلو سیمو سره ښودل کیږي.
د موټروی د پولیسو ویاند رسنیو ته لیږلي یو لنډ بیان کې ویلي چې دغه بس د زیارت په سحر د سوات نه لاهور ته روان شوی ؤ چې ټول پکې ۵۹ کسان ناست وؤ خو کله چې بس براهمه انټرچینج ته نزدې شو نو دباران له امله د ډرائیور څخه بې قابو شو اؤ واوښتو.
دپېښې سره سم مرستندویه فعالین اؤ په ګڼ شمیر کې دموټروی پولیس دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ مړي اؤ زخمیان یې نزدې د ټیکسله روغتون ته رسولي دي.
دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی محمود خان په دې غمژنه پېښه د خفګان څرګندونه کړې اؤ ضلعي انتظامیې ته یې امر کړی چې پېښه کې د ژوبلو کسانو دعلاج په ښه توګه خیال وساتي.
د موټروی پولیس وایي چې په دې پېښه کې دبس ډرائیور ژوندی پاتې شوی چې پولیسو نیولی اؤ دحسن ابدال تاڼه کې یې بند کړی دی.
په عین حال کې د سوات په لرې پرته سیمه مټلتان کې په یو کور دغره دګټ رارغړیدو له امله شپږ کسان مړه شوي اؤ یو ژوبل شوی دی.
د سوات نه دپولیسو سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې دغه ګټ دمټلتان په پاټین بانډه کې په یو کور راپریوتی اؤ په مړو شوؤ کسانو کې دوه میرمنې اؤ څلور ماشومان شامل دي