پاکستان کې په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو د مالومولو په موخه جوړ کمېشن ويلي دوي په ۶۱۵۶ د بې درکه کسانو په قضیو کې د ۳۹۳۸ کسان مالومات کړي دي.
د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه کمېشن ويلي د جون په مياشت کې يې د بې درکه کسانو په اړوند ۷۰۲ اورېدنې کړي دي.
ويل شوي په دغو اورېدنو کې ۸۶ په پېښور، ۱۲۶ په کوټه، ۲۱۰ په کراچۍ، ۸۶ په لاهور او ۱۹۴ په اسلام باد کې ترسره شوي دي.
خو بل لور ته په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بې درکه بلوڅانو دپاره (وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز) تحريک د بې درکه کسانو شمېرې ډېرې زیاتې ښايي او په ياد کمېشن سختې نيوکې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر سید عالم محسود وايي، دوي د ۱۲زره کسانو شمېرې راټولې کړي چې بې درکه دي او هغه ورسره په ريکارډ دي او په دغو کسانو کې د ۱۵ سوه نه تر دوه زره پورې کسان خوشي شوي هم دي.
د ډیوه خبريال عدنان بېټني وايي سيد عالم محسود ورته ویلي دوي داسې غوښتنه نه کوي چې دا کسان هم داسې خوشي شي بلکې دوي دې د عدالتونو د لارې خوشي کړل شي.
نوموړی وايي دوي دغه شمېرې کمېشن ته نه دي وړاندې کړي البته په خپلو جلسو جلوسونو کې يې هر وخت دا شمېرې د حکومت په وړاندې بيان کړي او حکومتي چارواکو ته يې ورکړي هم دي.
سېد عالم وايي دوي غوښتنه کوي چې څومره هم بې درکه خلک دي د وکيل او عدالت حق دې ورته ورکړی شي سپين دې ازاد شي او تور چې جرم پرې ثابت شي هغو ته دې سزا ورکړی شي.
بل لور ته د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي تحریک مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي د کال ۲۰۰۰ نه کله چې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف حکومت په بلوچستان کې د خلکو بې درکه کولو او وژلو لړۍ پېل شوې او تر اوسه پورې نوموړی ادعا کوي چې ۴۰ کسان بې درکه دي او د ۱۰ زرو پورې وژل شوي دي.
نوموړی وايي دغه شمېرې يې ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت ته ورکړي دي.
ماما قدير بلوڅ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل، په دې تېرو دوه درې مياشتو کې د ۱۵۰ پورې بې درکه کړي شوي کسان بيرته راغلي خو په دې موده کې د ۵۰۰ پورې نور بې درکه کړی شوي دي.
هغه په ياد کمېشن نيوکې کوي چې غېر فعاله دی او په خپله ورته پخواني چيف جسټس افتخار چوهدري نااهله ویلي ؤ.
نوموړی زياتوي ځکه دوي د دغه کمېشن د اورېدنو څخه بايکاټ کړی دی.
هغه وويل د لسو کالو راهسې يې د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ روان دی او نن هم پکې ورسره د بې درکه کسانو د کورنيو ښځې، سړي او ماشومان ناست دي.