لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې د تعليم د پرمختيا دپاره ۲۲ اربه روپۍ خرڅ کول کيږي


د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي په قبايلي ضلعو کې به په راتلونکي يو کال کې ۲۲ اربه روپۍ د تعليمي پرمختيا په برخه کې خرڅ کوي.

خو ځايی خلک وايي په سيمه کې د تعليم ترڅنګ په ټولو برخو کې کېدونکي پرمختيايي کارونه دې په پاکه طریقه وشي.

د خېبرپښتونخوا د تعليم وزير ضياالله بنګش وايي، په يادو پېسو کې به د ابتدايي زده کړو نه واخله تر لسم ټولګي پورې ټولو ماشومانو(هلکانو او جينکو) ته زر روپۍ د مياشتې وظيفه هم ورکول کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې بنګش وويل يادې پېسې به ټولو ماشومانو ته ورکول کیږي هغه که د کور نه هر څومره ماشومان ولې نه وي.

هغه زیاته کړه د پېسو سره به د سکول بېګونه (بستې) او د سکول جامې هم ورکړی کيږي.

هغه وويل د دې ګام مقصد یې په قبايلي ضلعو کې د تعليم وضعې ته وده ورکول کول دي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړی شوې قبايلي ضلعې چې د پخوا راهسې د تعليم سره د پرمختيا په هر مېدان کې وروسته پاتې وې د تېرې يوې لسيزې راهسې په سیمه کې ترهګرۍ او بدامنۍ نورې ځپلې دي.

په تېره لسيزه کې نزدې ۱۵ سوه سکولونه د بدامنۍ ښکار شوي زياتره پکې په بمونو الوځول شوي وو او په زرګونو ماشومان د سکولونو نه محرومه کړی شوي وو.

په قبايلي ضلعو کې چارواکي وايي په ړنګ کړی شوو سکولونو کې زيات جوړ کړی شوي او بهرنۍ امدادي ادارې يې هم په دغه کار کې ونډه لري.

د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا کې شاملېدو سره ادعاوې شوي چې هلته به په ټولو برخو کې پرمختيايي کارونو ته لمړيتوب ورکول کيږي خو ځايي خلک وايي د قبايلي سيمو په نوم د وړاندې نه هم ډېرې روپۍ اخيستل شوي دي.

خو ضیاالله بنګشن وايي دې ځل به په سيمه کې په شفافه توګه ټولې پېسې خرڅ کولی شي.

ځايي خلکو وخت په وخت داسې پوښتنې راولاړې کړي چې په سيمه کې په ترسره شوؤ پرمختيايي کارونو کې د لګول شوؤ پېسو حساب کتاب چا هم نه دی کړی.

د قبايلي سیمو خلک په علاقه کې د هر ډول پرمختيايي کار هرکلی کوي خو وايي بايد دغلته ټول کارونه د سيمې د خلکو د غوښتنو سره په سوتره طريقې سره ترسره کړی شي او هيڅ غبن او بډې رشوتې پکې ونه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG