لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد نيول شوی


د پنجاب سي ټي ډي پوليسو د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد د ترهګرو د مالي مرستو په تور نيولی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه حافظ سعيد د لاهور نه ګوجرانواله ښار ته په لار روان ؤ او په لار کې پوليسو نيولی دی.

راپورونه وايي حافظ سعيد ګوجرانواله ښار ته د نیولو نه وړاندې ضمانت اخيستو له تلو خو په لار کې ګرفتار کړی شوی دی.

د پنجاب ایالت حکومت روانه مياشت د حافظ سعيد او یو شمېر نورو تندروه مشرانو پرضد د ترهګر ډلو سره د مالي مرستو په تور کښې دترهګرۍ مقدمې درج کړې وې.

دترهګرۍ د مخنیوي د پولیسو دمحکمې ویاند مطبوعاتو ته پخپل لیږل شوي بیان کې ویلي ؤ چې د حافظ سعید ترڅنګ د لشکر طیبه اؤ فلاح انسانیت ډلو سره د تړاو لرونکو نورو ۱۱ؤ کسانو په ضد هم ۲۳مقدمې درج کړل شوي دي.

د دغه محکمې په اعلامیه کې راغلي ؤ چې د دعوه الارشاد ټرسټ،معاذبن جبل ټرسټ،الانفال ټرسټ ،المدینه فاونډیشڼ ټرسټ اؤ الحمد ټرسټ نومونه هم د ناچله ګرځول شوؤ ډلو په نوملړ کې شامل دي.

ويل شوي وو چې په یادو ټولو ډلو تورونه دي چې د خېریه ټولنو په نوم یې ترهګرو ډلو ته پیسې راټولولې اؤ ترهګرۍ ته یې وده ورکوله.

د ترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې دپولیسو ویاند وایي د حافظ سعید، عبدالرحمان مکي،محمد یحیی عزیز ،امیر حمزه ، اؤ نورو تندروه مشرانو په ضد مقدمې په درېو ښارونو لاهور،ګوجرانواله اؤ ملتان کې درج شوې وې.

په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې په شوؤ ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرنو تورن حافظ‌محمد سعید دا مهال دپنجاب حکومت عام امن ته د زیان رسولو داندېښنې په اساس تر نظارت لاندې ساتلی دی.

د حافظ سعيد اؤ نورو تندروه مشرانو پرضد د ترهګر ډلو سره د مالي مرستو په تور دا مقدمې په داسې حال کښې درج شوې وې چې په وروسیتو کښې د ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو اؤ د پېسو د غېر قانوني انتقال د څار ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان ته خبردارې ورکړی چي که د راتلونکي ستمبر د مياشتې پورې یې د ترهګرو ډلو اؤ هغوي سره د مالي مرسته کونکو پر ضد غوڅ ګامونه وانه خستل نو نوم به ي په تور نوملړ کښې ورګډ کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG