لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نېب د پاکستان پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نیولی


د پاکستان د احتساب قامي ادارې نېب د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکی پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د غبن په تور کې نیولی دی.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه شاهد خاقان عباسي په لاهور کې نيول شوی دی او د نېب چارواکو د ځان سره بوتللی دی.

نېب د نوموړي د نیولو په اړوند ويلي چې پخوانی وزيراعظم او د تېلو مرکزي شاهد خاقان عباسي د اېل اېن جي ګېس په مقدمه کې ګرفتار کړی شوی دی.

په سوشل ميډیا د نېب يوه اعلاميه خپرې چې پکې دوه ورځې وړاندې د شاها خاقان عباسي د ګرفتارولو حکم جاري کړی شوی دی.

د مسلم ليګ ن ګوند احسن اقبال هم دغه اعلاميه په ټويټر خپره کړې ده.

د مسلم ليګ ن ګوند مشرې مريم نوازشريف د شاهد خاقان عباسي د نيولو په غبرګون کې په ټویټر ویلي،

"زما وطن والو! ستاسو په ووټ منتخب شوی يو بل وزیراعظم ګرفتار شو!څوک چې ستاسو په ووټ راشي. ايا دا قانونيت، سپکاوی او ناانصافي به د دوي مقدر جوړيږي؟".

د مسلم ليګ ن پخوانی بل وزيراعظم نوازشریف هم دا وخت په جېل کې بنديوان دی.

له دې نه علاوه د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکی پخوانی صدر اصف علي زرداري هم نېب د جعلي اکاونټونو په قضيه کې ګرفتار کړی او بنديوان دی.

XS
SM
MD
LG