لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دې ملک (پاکستان) د پاتې کېدو دپاره جنګسالاران ختمول پکار دي، اعجازشاه


د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر اعجاز شاه د حافظ سعيد د نيولو په اړوند ويلي، "که دا ملک پاتې کېدل وي دلته جنګسالاران نه دي پاتې کېدل پکار".

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې حافظ سعید د نيولو په اړوند د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د" لس کلن لټون وروسته د ممبۍ د ترهګریزو بریدونو تش په نوم سرخیل پاکستان کې نیول شوی دی او د دوه کالو راهسې د دوي په دې سخت فشار ؤ".

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د کال ۲۰۱۷م د اګست په مياشت کې د سویلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله وړاندې کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکه او نورې ترهګرې ډلې ساتي او امريکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نشي.

صدر ټرمپ د ۲۰۱۸م کال په لمړۍ نېټه په ټويټر ويلي ؤ چې پاکستان په تېرو ۱۵ کالونو کې د امريکا څخه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي. خو پاکستان امريکايي تورونه رد کړي

حافظ سعيد پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ په پنجاب صوبه کې نيول شوی په چا چې امریکا او هند تورونه لګوي چې هغه په کال ۲۰۰۸م کې دهند په بمبۍ ښار د شوؤ ترهګریزو بریدونو سرخیل دی او امریکا د هغه نوم د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته هم وراچولی دی.

د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه نه په کراچۍ کې د خبري غونډې په مهال دغه پوښتنه شوې چې حافظ سعيد د امریکا په فشار نيول شوی دی؟.

په جواب کې هغه وويل، "د پاکستان په پاليسۍ کې غټ بدلون راغلی دی او د پي ټي ايي حکومت دغه کار کړی دی، او جهادي ډلې چې ټولې نړۍ جوړې کړې وې او پاکستان کې یې شتون لرو اوس به څوک وسله په لاس نه ګرځي، وزيراعظم لس ځله ويلي دي چې د هغوي وجود نه دی پکار او قانون په ځای کول د حکومت زمه واري ده".

هغه زياته کړه "کې دې ملک ته پاتې کېدل دي دلته جنګسالاران نه دي پکار، پوځ او حکومت په يو مخ دي" او د دې پرېکړې شوي دي.

هغه وويل دا کار د پاکستان که د امریکا په ګټه دی، وزيراعظم هر هغه کار کوي چې په ګټه وي او وزیراعظم ویلي چې د هغه د چا دپاره نه جنګيږي.

خو بل لور ته جماعت الدعوه ډلې ويلي حافظ سعيد د بهرني فشار له امله نیول شوی دی.

پاکستان حافظ سعيد په داسې مهال ګرفتار کړی چې ټاکل شوې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د امریکا سفر کوي او په ۲۲م جولایي به د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره ويني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG