لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دګلالۍ اسماعیل په مور،پلار مقدمې درج شوي چې دهند اؤ نورو هیوادونو نه ورته پېسې راځي


د خیبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد پولیسو دبشري حقونو د مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنګ دفعالې ګلالۍ اسماعیل په پلار او مور باندې مقدمه درج کړې ده چې ددوئ بانکي اکاونټونو ته د هند او نورو خارجي هیوادونو نه پیسې راځي او دوئ یې د ترهګرۍ د ودې لپاره کاروي.

خو دګلالۍ پلار ښاغلی پروفیسر اسماعیل دا تورونه نه مني او وایي د ګلالۍ اکاونټ ته په قانوني توګه د هاغو تنظیمونو نه پنګې راځي کوم چې د سولې لپاره کار کوي.

د جمعې په ورځ وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي پروفیسر اسماعیل ویلي پیښور کې زمونږ په کور ډزې وشوې او بیا مجبوراً اسلام آباد ته په کډه لاړو او علت یې دا ؤ چې زما لور ګلالۍ به د ترهګرۍ او ترهګرو خلاف خبره کوله او ځوانان یې سولې ته رابلل.

هغه پوښتنه راولاړه کړه چې دا څنګه ممکنه ده چې هند یا کوم بل هیواد دې د ترهګرۍ د ودې لپاره په قانوني طریقه د بانک په ذریعه پنګې راولیږي؟

د پروفیسر اسماعیل وکیل شهاب خټک ایډوکیټ ډیوه ته ویلي دا مقدمه په بد نیتۍ لیکل شوې او د راروانې اوریدنې په مهال یعنې په ۲۲مه جولایي به پولیس عدالت ته ثبوتونو وړاندې کولو کې ناکامه شي او امکان لري عدالت مقدمه خارج کړي.

شهاب خټک ایډوکیټ وایي مقدمه کې د اېف ایي ای د ۲۰۰۹ د پلټونو ذکر شوی دی کوم چې هاغه وخت د ګلالۍ د تنظیم اویر ګلز خلاف شوې وې.

هغه پوښتنه وکړه چې لس کاله وروسته ولې ددغه پلټنو مقدمه ولیکل شوه؟
وکیل شهاب خټک زیاتوي په ۲۲مه جولاېي به پولیسو ته ګرانه شي چې د ثبوتونو سره عدالت ته وښایي چې حقیقت کې پروفبسر اسماعیل، د هغه لور ګلالۍ او میرمنې دلته د ترهګرۍ لپاره کار کوي یا یې کولو.

تر دې وړاندې پولیسو د ګلالۍ اسماعیل په ضد هم یو شمیر مقدمې درج کړې دي اؤ په هغې یې تورونه لګولي چې خلک د ریاستي ادارو په ضد بغاوت ته راپاروي ، خو ګلالۍ اسماعیل وایي هغه یوازې دپښتنو دحقونو خبره دپاکستان د ائین په اساس کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG