لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائیلي ضلعو کې ټولټاکنې،خلک به خپلې رایې دکومو ستونزو په اساس ورکوي؟


په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ اووه قبائیلي ایجنسیو اؤ شپږو نیمو قبائیلي سیمو دپاره د صوبایي اسمبلۍ په ۱۶ چوکیو ټولټاکنې سبا په۲۰م جولایي کیږي اؤ دې ټاکنو دپاره ټولې تیارۍ سرته رسول شوي دي.

دې ټولټاکنو کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو ۶۳ کاندیدان اؤ ۲۰۲ ازاد یا بې پلوه کاندیدان برخه اخلي.

په دغو جګړو ځپلو پخوانیو قبائیلي اؤ نیمو قبائیلي سیمو کې په تیرو وختونو کې مذهبي ګوندونو زیات ووټ اؤ اثر لرلو خو په دې وروستیو کې دغلته دپښتنو دحقونو دپاره دپي‌ ټي ایم په نوم یوټولنیز پاڅون اؤ سیاسي هلې ځلې هم پیل شوي دي.

اوس به کتل دا وي چې ددې قبائیلي ضلعو خلک به په نوې منظرنامه کې دکومو ستونزو یا اړتیاؤ په اساس په وړومبي ځل دصوبایي اسمبلۍ دپاره کیدونکو ټولټاکنو کې خپلې رایې پکار راولي؟

په قبائیلي چارو ژور نظر لرونکی دپاکستان د ډان ورځپاڼې خبریال ذوالفقار علي وایي په بیلابیلو قبائیلي ضلعو کې موجودې بیلا بیلې ستونزې به ددغو سیمو د رایې ورکوونکو په رایو اغیز ولري.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دهرې سیمې خپلې ستونزې دي، په جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې په نزدې ورځو کې یو ولسي غورځنګ پیل شوی نو ددغو سیمو خلک پخپلو وسیلو دخپل واک اؤ خپله سیمه کې دامن غوښتونکي دي اؤ هغوئ به داسې کاندیدانو ته رایې ورکړي چې سبا دهغوئ غږ پارلیمان کې پورته کولی شي.

د وزیرستان،باجوړ اؤ مهمندو خلک به چاته رایې ورکوي؟

نوموړی وایي په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې دا مهال د ملت پالنې اؤ وسائیلو خبره کیږي خو ددې برعکس باجوړ اؤ مهمند قبائیلي ضلعې دسیاسي پیوستون روحیه پیاوړې ده اؤ هلته د سترو ګوندونو کاندیدان په سیاسي مسائیلو د خلکو نه د رایې اخستلو هڅې کوي.

دخیبر ضلعې رایې به په کوم اساس وي؟

خبریال ذوالفقار علي زیاتوي دخیبر قبائیلي ضلعې وضعیت بیا بیخي بدل دی اؤ هلته زیاتره ازاد امیدواران دخپلو پیسو، خپل اثر رسوخ، قام،قبیلې اؤ اړیکو په اساس غواړي ټولټاکنې وګټي.

نوموړی وایي خیبر ضلعه کې کیدونکو ټولټاکنو کې به دسیاسي پیوستون نه زیات دقام،قبیلې اړخ پیاوړی وي.

د اورکزو اؤ کرم سیمو دننه کوم کاندیدان رایې اخستی شي؟

نوموړی وایي په اورکزئ قبائیلي سیمه کې خلک فرقو ته مائله دي اؤ دفرقو په اساس ووټران یا رایې ورکوونکي ویشي.

د ذوالقار علي په نظر په بره کرم قبائیلي ضلعه کې دسیاسي ګوندونو اغیز کمزوری اؤ قبیلوي اړخ پیاوړی دی خو په کوزه کرمه کې سیاسي پیوستون مضبوط دی.

په دې ټولټاکنو کې که په څه سیمو کې دملت پالنې روحیه پیاوړې ده نو په شمیر سیمو کې به شخصي نفوذ اؤ دپیسو راکړه ورکړه په دې ټولټاکنو اغیز ولري.

خو په کومو ضلعو کې چې سیاسي ګوندونه زیات فعاله دي هلته به سیاسي ستونزې سیاسي تړون د رایې ورکولو سوب کیږي.

مذهبي ګوندونه به داځل څنګه وي؟

خو داځل دا هم مهمه خبره ده چې په دې نوؤ ضلعو کې مذهبي سیاسي ګوندونه جمعیت علماء اسلام اؤ جماعت اسلامي چې وړاندې به یې د متحده مجلس عمل په نوم په ګډه ټولټاکنو کې دکتاب انتخابي نخښې لاندې برخه اخسته دا ځل به دغه دواړه ستر ګوندونه په ځانله،ځانله ډول ټولټاکنو کې برخه اخلي.

څېړونکي وایي دمذهبي سیاسي ګوندونو دائتلاف نشتوالی داځل د مذهبي ګوندونو رایې اؤ قوت ویشلی شي.

دسیاسي چارو څېړونکی پروفیسر خادم وایي په دې قبائیلي ضلعو کې په وړومبي ځل دصوبایي اسمبلۍ دچوکیو دپاره ټولټاکنې کیږي چې دا ټاکنې زیاتې مهمې دي ځکه چې همدا ټاکنې به ددې سیمو خلک، د دوئ وسائیل،د دوئ پنګې اؤ د دوئ ترقي په وړومبي ځل صوبو سره وتړي.

وائس اف امریکه ډیوه ته ښاغلي خادم حسین وویل دا به ټولټاکنې به دقبائیلي ضلعو خلکو ته فرصت ورکړي چې هغوئ دخپلو بیلابیلو ستونزو دهواري دپاره خلک استازي دصوبې پارلیمان ته ولیږي اؤ هغوئ هلته دخپلو سیمو په پسماندګۍ اؤ ستونزو دقانون سازۍ اؤ خبرې کولو جوګه شي.

د رایې ورکوونکو اؤ کاندیدانو شمیره څه ده؟

صوبایي اسمبلۍ دپاره سبا کیدونکو ټولټاکنو کې به څه دپاسه ۲۸لکه راجسټرډ رایې ورکوونکي په وړومبي ځل خپلې رایې وکاروي په دې رایې ورکوونکو کې ۱۶لکه اؤ ۷۰ زره سړي اؤ ۱۱ لکه اؤ ۳۰ لکه میرمنې دي.

په دې ټولټاکنو دجمعیت علماء اسلام ۱۵، د عوامي نیشنل ګوند ۱۴،د پاکستان پیپلز ګوند ۱۳،د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند پینځه ،دجماعت اسلامي۱۳ دقامي وطن ګوند درې کاندیدان برخه لري خو ددې ترڅنګ ۲۰۲ ازاد کاندیدان هم میدان ته ورکوز شوي دي.

په ټولټاکنو دوه ښځینه کاندیدانې هم سیالۍ ته وتلي دي چې یوه پکې ناهید اپریدي دعوامي نیشنل ګوند اؤ به ملاسه د جماعت اسلامي سره تړاؤ لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG