لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقبائیلي ضلعو په انتخاباتو کې چا څومره چوکۍ وګټلې ؟


دپاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ اوو قبائیلي ضلعو دننه دصوبایي اسمبلۍ په ۱۶ؤ چوکیو ټولټاکنې سرته رسیدلي چې دغیراعلانیه نتیجو په اساس پکې تر ټولو زیاتې اوو چوکۍ ازادو کاندیدانو اؤ پینځه واکمن ګوند تحریک انصاف ګټلي دي.

دپاکستان دټولټاکنو کمیشن لا ددې انتخاباتو غوڅه نتیجه نه ده اعلان کړې خو په میډیا چې کوم معلومات مخې ته راغلي دهغې له مخې جمعیت علماء اسلام ده اؤ جماعت اسلامي اؤ عوامي نیشنل ګوند یوه،یوه چوکۍ ګټلې ده.

پاکستاني میډیا ددې ټولټاکنو نتیجه نیمګړې نتیجې په دې ډول خپرې کړي دي.

پي کی ۱۰۰باجوړ ۱

۱۰۴ پولنګ اسټیشنو کې د۱۰۳ؤ پولنګ اسټیشنو رایې شمارل شوي چې پکې د واکمن ګوند تحریک انصاف کاندید انور زیب خان د۱۳۱۵۸ رائیو په اخستلو لمړی اؤ دجماعت اسلامي وحید ګل د۱۱۹۷۲ رائیو په اخستلو په دویم مقام ګټلی.

پي کی ۱۰۱باجوړ ۲

۱۰۳ پولنګ اسټیشنو کې د۹۰پولنګ اسیشنو نتیجه مخې ته راغلې چې پکې دتحریک انصاف اجمل خان د۹۰۰۹رائیو په اخستلو لمړی اؤ دجماعت اسلامي صاحبزاده هارون الرشید د۸۹۶۴ دویم مقام ګټلی.

پي کی باجوړ ۱۰۲

پي کی ۱۰۲ باجوړ ۲ کې د۱۳۱څخه د۶۳ پولنګ استیشنو ناتائیده نتیجې مخې مخې ته راغلي چې پکې دجماعت اسلامي سراج الدین ۱۱۶۵۷ اؤ ازاد کاندید خالد خان ۷۱۴۲ رایې ګټلي دي.

پي کی ۱۰۳ مهمند ۱

دغه حلقه کې دټولو د۸۶پولنګ اسټیشنو رایې شمارل شوي چې دعوامي ګوند نثار مهمند پکې ۱۱۰۶۴ اؤ دهغه مخالف امیدوار دتحریک انصاف رحیم شاه ۹۶۷۶ رایې اخستي دي .

پي کی ۱۰۴

۱۰۸ څخه د ۲۴ پولنګ استیشنو رایې شمیرل شوي چې ازاد کاندی عباس الرحمان پکې ۴۹۵۸ اؤ پي ټي اي کاندید سجاد خان ۳۴۳۲ ووټونه ترلاسه کړي دي.

پي کی ۱۰۵ خیبر۱

دغلته د۱۱۰ ټولو پولنګ استیشنو نتیجې مخې ته راغلي چې ازاد کاندید شفیق اپریدی پکې د۱۹۵۲۴ رائیو په اخستلو کامیاب شوی اؤ ازاد کاندید شمرمت خان د۱۰۷۴۴ رائیو په اخستلو په دویم نمبر راغلی دی.

پي کی ۱۰۲

۸۹ پولنګ استیشنو کې د۴۷ؤ نتیجې مخې ته راغلي چې پکې ازاد کاندید بلاول اپریدي ۸۷۴۵ اؤ دپي ټي ایي عامر محمد خان اپریدي ۴۵۱۴ رایې اخستي دي.

پي کی ۱۰۷خیبر۳

۱۴۶پولنګ اسټیشنو څخه د۱۰۰ پولنګ استیشنو رایې شمیرل شوي چې ازاد امید وار محمد شفیق پکې ۱۰۱۳۹ اؤ ازاد امیدوار حمید الله جان اپریدي پکې ۸۲۵۰ رایې ګټلي دي

پي کی ۸ کرم ۱

۱۳۵ کې د۱۳۰ پولنګ استیشنو رایې مخې ته راغلي ،په دې رائیو کې دجمعیت علماء اسلام محمد ریاض د۱۲۱۳۸ رائیو په اخستلو وړومبی اؤ ازاد امیدوار جمیل خان د۱۱۴۳۱ رائیو په ترلاسه کولو دویم مقام ګټلی دی.

پي کی ۱۰۹ کرم ۲

۱۳۰ څخه د۱۰۰ؤ پولنګ استیشنو رائیو کې د پي ټي ایي سیداقبال میا ۲۶۷۰۷ اؤ ازاد امیدوار عنایت حسین ۱۵۶۰۷۶ ووټونه ترلاسه کړي دي.

پي کی ۱۱۰اورکزئ

۱۷۵څخه د۱۰۳ پولنګ استیشنو په ووټونو کې ازاد امیدوار سیدغازي غازن ۱۱۶۵۱ اؤ دتحریک انصاف شعیب حسن ۷۲۹۴ رایې ګټلي دي.

پي ی ۱۱۱شمالي وزیرستان ۱

دغلته ټولې ۷۶ پولنګ استیشنې وې چې د ۱۴ پولنګ استیشنو نتیجې پکې مخې ته راغلي اؤ دتحریک انصاف محمد اقبال خان پکې د ۲۸۷۰ رائیو په اخستلو وړومبی اؤ د جی یو ایي سمیع الدین پکې د۱۷۲۰ رائیو په اخستلو دویم مقام ګټلی دی.

پي کی ۱۱۲ شمالي وزیرستان ۲

۱۰۲ پولنګ استیشنو کې د۶۶ پولنګ استیشنو رایې مخې ته راغلي چې ازاد امیدوار میرکلام خان پکې ۷۶۶۰ اؤ دتحریک انصاف اورنګزیب خان ۵۵۸۳ ووټونه ترلاسه کړي.

پي کی ۱۱۳جنوبي وزیرستان ۱

۱۳۹ څخه د۷۳ پولنګ استیشنو په رائیو کې ازاد کاندید وحید خان ۶۶۱۱ اؤ د جمعیت علماء اسلام حافظ اسلام الدین ۵۷۶۸ رایې وړي دي.

پي کی ۱۱۴ جنوبي وزیرستان۲

په دغه سیمه کې د ۹۸ پولنګ استیشنو څخه د ۷۳ پولنګ استیشنو رایې شمیرل شوي چې پکې دتحریک انصاف نصیرالله خان ۶۸۲۴ اؤ ازاد کاندید محمد عارف ۶۳۹۵ رایې ګټلي دي.

پي کی ۱۱۵

په دغه پخوانۍ نیمه قبائیلي سیمه کې د۱۶۳ پولنګ استیشنو څخه د۳۸ؤ پولنګ استیشنو رایې مخې ته راغلي چې پکې د جمعیت علماء اسلام محمد شعیب ۵۴۰۸ اؤ دپي‌ ټي ایي عابدالرحمان ۴۷۳۸ رایې ګټلي دي .

دغه ټولې رایې د خالي اؤ اتوار په مینځ شپه کې دپاکستان بیلابیلو رسنیو اعلان کړی خو دټولټاکنو کمیشن یې لا په رسمي توګه اعلان نه دی کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG