لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان د اېف ۱۶ جنګي الوتکو دپاره د ۱۲۵ ملينه ډالرو د مرستو منظوري ورکړې


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د پروګرام لاندې د لاجسټکي او تکنيکي مرستو په لړ کې د ۱۲۵ ملينه ډالرو ورکولو منظورې ورکړې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د سياسي او پوځي اړيکو محکمې ویلي، چې کانګرس د يادو ۱۲۵ ملينه ډالرو د مرستې کولو منظوري ورکړې وه.

يادې ادارې ويلي پاکستان امریکا ته د تکنيکي او لاجسټکي مرستو دپاره خواست کړی ؤ.

ويل شوي د يادې سودا په نتيجه کې به امریکايي چارواکي په پاکستان کې د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د څار دپاره ۲۴ ساعته موجود وي.

په بيان کې ويل شوي د امریکايي چارواکو په موجودګۍ کې به د امریکا د ټېکنالوجۍ د ساتنې يقيني کولو کې مرسته ترلاسه وي او دا سودا به په سيمه کې د امریکا د بهرنۍ پاليسۍ او ملي امنيت دپاره مرستندويه وګرځي.

د جمعې په ورځ امریکايي محکمې د پاکستان سره سره د هند د سي ۱۷ ټرانسپورټ الوتکو دپاره ۶۷۰ ملينه ډالرو د مرستې منظوري هم ورکړې ده.

امريکې د پاکستان د اېف ۱۶ الوتکو د لاجسټکي او تکنيکي مرستو دپاره د ۱۲۵ ملينه ډالرو مرستې په داسې وخت کې منظورې کړي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په وروستيو کې د امریکا سفر کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG