لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان  او بلوچستان: په دوه بريدونو کې لس پوځي سرتيري وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان کې د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو بريد کړی او شپږ پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي دي .او دوېم بريد د بلوچستان صوبې په اواران علاقه کې شوی او په دغه بريد کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي د شمالي وزيرستان په ګربز علاقه کې د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو بريد کړی او په ګزمه بوخت پوځيان يې په نخښه کړي دي.

د پوځي بيان ترمخه په وژل شوؤ سرتېرو کې يو حوالدار خالد،سپاهي نويد، سپاهي بچل، سپاهي علي رضا، سپاهي مریزه بابر او سپاهي احسن شامل دي.

پوځ د يادې پېښې په اړوند نور مالومات نه دي شريک کړي.

خو د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني ادعا کړې چې د جنوبي وزيرستان د مکين تحصيل په سپين کمر سيمه کې يې په پوځ بريد کړی او اووه پوځي سرتيري يې وژلي دي.

خو بل خوا د حزب الاحرار ډلې وياند عزيز يوسفزي هم د یاد برید زمه واري منلې ده.

په بلوچستان کې د رامنځته شوې په اړوند پوځ ويلي چې د بلوچستان په اواران سیمه کې په ترهګر بريد کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

پوځ د وژل شوؤ سرتېرو پېژندګلو د کپټن عاقب، سپاهي نادر، سپاهي عاطف الطاف او سپاهي حفيظ الله په نومونو شوې ده.

د شمالي د وزيرستان د پېښې په اړوند امنيتي سرچينې وايي دغه بريد چې پوځي سرتيري پکې وژل شوي دا علاقه د شمالي وزيرستان مانا بادم شاه د شوال تحصيل سيمه ده او د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه نه ۷۰ کلوميټره سویل لویديځ پله د افغانستان پولې ته جوخته پرته ده.

د شوال تحصيل ځينې پولې د افغانستان د پکتيکا او ځينې بيا د جنوبي وزيرستان د بېرمل او مکین تحصيل سره لګېدلي دي.

په شمالي وزیرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د پېل کړی شوي ضرب عضب عملياتو نه نزدې دوه کاله وروسته پوځ ادعا کړې وه چې دغه علاقه د وسله والو څخه پاکه کړل شوه.

پوځ د یادې علاقې پاکول غټه کاميابي ګرځولې او ویلي يې ؤ دغه علاقه د چلغوزې مرکز ؤ او طالب وسله والو به د دغه چلغوزې د لارې به خپل امدن پوره کولو.

د ځايي خلکو په وېنا د يادې علاقې نه کډوال شوي خلک تراوسه پورې بيرته نه دي ستانه شوي او وخت په وخت دغه خبره کوي چې هر کال د دوي د چلغوزې فصل تباه کيږي او د اربونو روپو تاوان ورته اوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG