لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د بارانونو او بجلۍ د کرنټ لګېدو له امله ۱۰ تنه مړه شوي


د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ او د سيند صوبې د حېدر اباد ترڅنګ په ساحلي علاقو کې د پرون راهسې باران روان دی او تراوسه پورې د باران او بجلۍ د کرنټ لګېدو امله په کراچۍ کې لږ تر لږه لس او په پاتې نورو برخو کې شپږ کسان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د باران سره د بجلۍ د کرنټ لګېدو له امله د مړينو پخلی د جناح روغتون مشرې ډاکټرې سيمې جمالي او امدادي ادارو کړی دی.

د چارواکو په وېنا په کراچۍ کې د دوه ماشومانو په ګډون د نهه کسانو د مړينې پېښې په ملير، پاپوش، ګلستان جوهر او ډيفنس کې رامنځته شوي دي.

د کراچۍ نه علاوه د مړینو نورې پېښې په حېدر اباد، ټنډو اله يار، سانګهړ او عمرکوټ کې شوي دي.

د بجلۍ نظام ګډوډ شوی

په کراچۍ کې پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د باران سره د ښار په زياترو علاقو کې بجلی تلې چې په ځينو کې د شپې پورې سمه کړی شوې او په ځينو کې تراوسه نشته.

د بجلۍ محکمې کی الېکټرک ویلي د ښار په ځينو برخو کې د بجلۍ لائنونه خراب شوي تکنیکي خرابۍ پکې مخې ته راغلي او په ځينو کې بيا محکمې په خپله بنده کړې چې د کرنټ لګېدو له امله نور تاوان وا نه ړوي.

په سړکونو اوبه ډنډ شوي او د ګاډو چلن يې سخت اغېزمن کړی دی.

په تعليمي ادارو کې چهټي

د باران له امله په ښار کې پرون په ځينې تعليمي ادارو کې چهټي ورکړی شوې او نن په ټول ښار کې په ټولو لويو، وړو تعليمي ادارو کې چهټي اعلان کړی شوې ده سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه بند دي.

په کومو ادارو کې چې نن امتحانې پرچې وې ځنډول شوي او د بيا تاريخ اعلانولو يې ويل شوي دي.

د راتلونکي موسم حال

په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې چارواکي سردار سرفراز رسنیو ته ویلي په کراچۍ او د سيند صوبې په ساحلي سيمو کې به نن د نهې، سه شنبې د شپې پورې د بارانونو لړۍ روانه وي.

هغه ويلي نن د ورځې به په کراچۍ کې په دمې دمې سره باران وریږي او تر ماښامه به روان وي.

په کراچۍ کې د بارانونو له امله په سړکونو د ولاړو اوبو لرې کولو او لارو پاکولو په اړوند د بلدياتو صوبايي وزير سعيد غني ويلي کار پرې روان دی او د ښاروالۍ چارواکي هم وايي دوي هڅه کوي چې د اوبو لارې ازادې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG