لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمي خلیلزاد اؤ ولسمشر غني دسولې مذاکراتو ته دحکومت په چمتووالي خبرې کړي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل زاد په کابل کې دافغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ ورسره یې طالبانو سره دسولې مذاکراتو ته د حکومت د چمتووالي په اړه خبرې اترې کړي.

افغان ولسمشر سره زلمي خلیلزاد دا لیدنه په داسې حال کې کړې ده چې دامن دچارو دپاره د افغان دولت دمملکت وزیر عبدالسلام رحیمي درې ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې په راتلونکو دوؤ اوونیو کې به افغان دولت اؤ‌ طالبان په اروپا کې د سولې خبرو ته کښیني .

خو طالبان وایي دا به دافغان دولت سره دیو فریق په توګه خبرې نه بلکې بین الافغاني خبرې وي چې دنورو افغان اړخونو ترڅنګ به پکې دافغان دولت استازي هم برخه ولري.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې د ولسمشر غني اؤ خلیل زاد ترمنځ په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د افغانستان د سولې په هکله د وروستيو هڅو په اړوند خبرې شوي اؤ زلمي خلیلزاد افغان ولسمشر دخپلو هاغو هڅو څخه خبر کړی چې په دې وروستیو کې یې افغانستان کې دسولې دټینګښت دپاره کړي دي.

امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دتیرکال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې دمذاکراتو لړۍ پیل کړې ده اؤ دواړه لوري دعوې کوي چې په دې خبرو کې زیات پرمختګونه هم شوي دي خو تر اوسه دواړه خواوې دسولې په اړوند کوم غوڅ تړون ته نه دي رسیدلي.

په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته هم سفر کړی ؤ اؤ دپاکستاني مشرانو څخه یې دافغان کشالې په هواري کې مرسته غوښتې وه.

تیره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم عمران خان واشنګټن ته سفر کړی ؤ اؤ دامریکایي قانون سازانو غونډې ته یې پخپله وینا کې ویلي وؤ هغه به هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته کښېنوي.

طالبان پرله پسې افغان دولت سره له خبرو انکار کوي اؤ وایي وروسته له هغې چمتو دي چې افغان دولت سره دسولې خبرې وکړي چې وړومبی امریکا افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان کړي

XS
SM
MD
LG