پاکستان کې د تېلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) بیا د تېلو (پټرولو) د بېعو سېوا کولو سمري جوړه کړې چې د پټرولو يو ليټر دې پينځه روپۍ او ۱۵ پېسې سېوا کړی شي.
ځايي ميډيا د چارواکو له قوله وايي د پټرولو د پينځه روپو او ۱۵ پېسو په ليټر کې د سېوا کولو سره د ډیزلو په بيعه کې هم د پينځه روپو او ۶۴ پېسو سېوا کولو سپارښتنه شوې ده.
دغه ډول د خاورو د تېلو او لايټ ډيزلو د بېعو لوړولو هم ويل شوي دي.
پاکستان کې دا وخت د يو ليټر پټرولو بيعه ۱۱۲ روپۍ او ۶۸ پېسې ده.
په نورو تېلو کې د يو ليټر قيمت، هايي سپيډ ډيزل ۱۲۶ روپۍ او ۸۲ پېسې، لايټ ډيزل ۸۸ روپۍ ۶۲ پېسې د خارو تېل ۹۴ روپۍ ۴۹ پېسې دي.
تېره میاشت تېل نه ؤ ګران کړی شوي او د ګېسو بيعې لوړې کړی شوې وې.
د جولايۍ په سر کې اوګرا د مياشتې په حساب د ۱۰۰ يونټو نه د زيات ګېس کارولو بيعه د ۱۲۷ روپو نه ۳۰۰ روپو ته لوړه کړې او د ۲۰۰ یونټو نه زيات ګېس بيعه یې د ۲۶۴ روپو نه ۵۴۰ ته سېوا کړې وه.
دغه ډول ويل شوي ؤ د ۳۰۰ يونټو بيعه د ۲۷۵ نه ۷۳۸ ته او د ۴۰۰ يونټو بيعه د ۷۸۰ نه ۱۱۰۷ ته او د ۴۰۰ يونټونه زياتو کاروؤنکو دپاره ۱۴۶۰ روپۍ به د يونټ په سر ورکوي.
بل لورته د سي اېن جي ګېس د يو يونټ بيعه د ۹۸۰ روپو نه ۱۲۸۳ روپو ته رسول شوې وه.
پاکستان کې هره مياشت د تېلو دپاره نوې بيعې اعلانيږي.