لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د۱۴ؤ کسانو ماتوونکی خونړۍ پړانګ خلکو وژلی دی


دخیبر پښتونخوا دځنګلاتو دمحکمې چارواکي وایي په ایبټ اباد سیمه کې ځائ خلکو هغه خونړۍ پړانګ په یو کور د حملې کولو په مهال وژلی چې په دې وروستیو کلونو کې یې تر۱۴ؤ پورې ښځې اؤ ماشومان مات کړي وؤ.

په ایبټ اباد کې د ځنګلي ژوند دمحکمې ځائي مشر افتحار الزمان د چهارشنبې په ورځ وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي چې تیره ورځ دایبټ اباد ترڅنګ دحویلیا سیمې یو کلي باندې ځنګلي پړانګ حمله کړې وه اؤ دکور څو څاروي یې مات کړي وؤ.

هغه وویل چې دکوم کور څاروي چې دغه پړانګ مات کړي وؤ دهغې کور خلکو دځان ژغورنې دپاره په دغه پړانګ ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

نوموړي وویل وژل شوی پړانګ دپوسټمارم دپاره اوس پېښور ته لیږل شوی دی خو هغه زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم یاده سیمه کې دې پړانګ وخت په وخت داسې حملې کړې وې چې هغې کې ۱۴ؤ پورې ماشومان اؤ ښځې وژل شوي دي.

افتخار الزمان وویل دمحکمې سره یې دومره وسائیل نشته چې هغه په انسانانو د خونړیو ځناورو ددغسې بریدونو مخه ونیسي .

هغه ددغسې پېښو علت د ابادۍ زیاتوالی وښودلو اؤ وئ ویل چې څومره ابادي سیوا کیږي نو دداسې قسمه پېښو اندېښنې هم ورسره سیوا کیږي.

په ایبټ اباد کې دځنګلي ژوند دمحکمې یو بل چارواکي نیاز محمد خان ډیوه سره په خبرو کې ویلي په انساني ابادۍ کې دومره بې خرته اضافه شوی چې اوس انسانان د ځناورو د استوګنې ځایونو ته ورسیدل.

نیازمحمد خان وویل “زمونږ د ځنګلي ژوند په تاریخ کې تر ننه ما چرته دا نه دي کتلي یا اوریدلي چې چرته یو ازمری یا پړانګ راغلی اؤ په کور کې یې په چا حمله کړې ده خو مونږ انسانان یو چې ددغو ځناورو تر ځنګلونو اؤ غارونو ورسیدو اؤ هغوئ نه مو روؤ خطا کړی چې دانسانانو نه چرته پناه واخلي”

هغه وایي محکمه یې دومره وسائل نه لري چې دداسې رقم پېښو مخه ونیسي ګنې که چرته د ځنګلي ژوند محکمې دې ځناورو ته په ځنګلونو کې د ورځې دوه درې ګډې بېزې غورځولې نو هیڅکله به هم دا ازمي یا پړانګان په ابادۍ کې په ډيرانونو نه ګرځیدل بلکې دځنګلو دننه به یې خپل ژوند کولو اؤ نسل به یې هم سیو کیدلو.

د ځنګلي ژوند دمحکمې وینا ده چې ایبټ اباد په ځنګلونو کې په لویه کچه پړانګان شته اؤ سږکال هم د اپریل په میاشت کې د ایبټ اباد په تاجوال سیمه کې یو پړانګ ژور ګړنګ ته غورځېدلی ؤ چې ملا یې ماته شوې وه اؤ بیا په ژوبل حالت کې له دغه ګړنګ څخه ویستل شوی ؤ.

په ایبټ اباد کې د ځنګلي ژوند محکمې څو څو ځل خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې باید دشپې په وخت دځنګلونو خواته نه ورځي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG