لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د سېنېټر بزنجو لخوا د ايي اېس ايي په مشر لګېدلی تور رد کړی


د پاکستان د برني اېوان سېنېټ د چيئرمېن د لرې کولو د بې باورۍ په ووټ کې د اپوزيشن ګوندونو کاندید سېنېټر حاصل بزنجو د ماتې خوړو وروسته ويلي د هغه په ماتې کې د ملک د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د مشر جنرل فېض لاس ؤ. پوځ دغه تور رد کړی دی.

د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي د حاصل بزنجو لخوا د قومي ادارې د مشر په اړوند بيان بې بنياده دی.

نوموړي په ټويټر ويلي، د سیاسي ګټو دپاره د جمهوري عمل بدنامولو عمل د جمهوريت خدمت نه دی.

د سېنېټ د چيئرمېن صادق سنجراني پرضد مخالفه ګوندونو د باورۍ د رايې دپاره قرارداد وړاندې کړی او د نيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو يې د سېنېټ د چيئرمېنۍ کاندید ؤ.

مخالفه ګوندونو د رايې نه وړاندې ويل د دوي سره د ۱۰۴ په اېون کې ۶۴ غړي دي خو د پټې رايې کارولو وروسته د سېنېټ د چيئرمېن او مرستیال چيئرمېن پرضد د بې باورۍ د قرارداد په لړ کې رايې کمې راغلي دي.

د بې باورۍ په ووټونو کې مخالفه ګوندونو ٥٠ ووټونه اخیستي او د سېنېټ د چیئرمېن د لرې کولو دپاره ٥٣ ووټونه پکار وو، د قرارداد په مخالفت کې ۴۵ رايې اچول شوي او پينځه ووټونه رد کړی شوي دي.

د رايې د عمل نه وروسته د حاصل بزنجو نه خبريالانو پوښتنه کړې چې تاسو ويل ۶۴ غړي ورسره دي د هغه نه پوښتنه شوې هغه ۱۴ نور څه شو.

په ځواب کې نوموړي وويل (دا ټول د جنرل فېض خلک ؤ تاسو پېژنۍ جنرل فېض؟ د ايي اېس ايي مشر دی).

بزنجو وروسته په يو ټويټ کې ويلي (نن د پاکستان د جمهوري تاريخ توره ورځ ده که په حکومت کې دي او که په اپوزيشن کې دا په جمهوريت د يقين لرونکو تاوان دی او د اخيستو خرڅولو د دغه عمل به دوي ټول يو شان ښکار کيږي).

مخالفه ګوندونو ویلي دوي به هغه خلک معلوموي چې خرڅ شوي او د بې باورۍ د قرارداد پرضد يې رايې ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG