لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فراه ولایت دپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي د فراه ولایت دپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالباري چې په ملا مشر مشهور ؤ، د افغان پوځ په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دا هوايي برید کې چې د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې تیره شپه شاوخوا ۸ بجې ترسره شوی او د طالبانو دحلقوي زون مسئول مولوی سعید او د دې ډلې نظامي او د لوجيستیک د برخې زمه وار صداقت هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په هوايي برید کې دفراه ولایت دپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون د دې ډلې دوه نور مهم کسان په داسې حال کې د وژل کېدو ادعا شوې چې په قطر کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د اتم پړاو خبرې نن پېل شوي دي.

د طالب مشرانو سره دخبرو په هدف زلمي خلیلزاد پرون قطر ته له رسیدو سره سم په تازه ټویټ کې لیکلي چې دوی د سولې په لټه کې دي نه له افغانستان نه دبهرنیو ځواکونو د وتلو.

نوموړي په خپل ټویت کې زیاته کړه په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو موجودیت د د لوظنامې او شرطونو په اساس دی او وتل به یې هم دشرایطو له مخې ترسره کیږي.

واشینګټن پوست ورځپانې په خپل یو تازه راپور کې ویلي هغه لوظنامه چې د امریکا او طالبانو او امریکا ترمنځ لاس لیک کیږي له مخې به یې طالبان له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پریکوي، اوربند او د افغان حکومت سره به مخامخ خبرې کوي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله په خپل راپور کې ویلي د دې لوظنامې د لاس لیک په بدل کې به امریکا له افغانستان څخه خپل شاوخوا ۶ زره پوځیان وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې دامهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې میشت دي او د دې پوځیانو زیاته برخه د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د صلاح ا ومشورې ورکولو چارې په مخ وړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG