لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوؤ قبايلي سیمو د بشري حقونو مبارز وکيل په حق رسېدلی


عبدالکريم محسود

په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې د د بشري حقونو فعاله مبارز، د قبايلي سيمو د وکیلانو د اتحاديې جوړؤنکی او لومړی مشر عبدالکريم محسود په حق رسېدلی دی.

محسود د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۵ کالو په عمر کې په حق رسېدلی دی.

عبدالرلکريم محسود څوک ؤ؟

د ارواښاد تعلق د جنوبي وزيرستان د سراروغه تحصيل د شاته پاتې علاقې سپين غړي سره ؤ، ابتدايي زده کړې يې په ټانک او د وکالت د ډګرۍ پورې نورې زده کړې يې په ډېره اسماعيل خان کې ترسره کړې وې او هغه دا وخت د پېښور هايکورټ وکیل ؤ.

د محسود په قبايلي سيمو کې د بشري حقونو دپاره مبارزه او سياست

ارواښاد د زدکړو په وخت کې په ګومل پوهنتون کې د پښتون سټوډنټ فېډرېشن څخه په ساست کې برخه اخيستل پېل کړي او د باچاخان او ولي خان سره يې يو ځای سياسي فعاليتونه ترسره کړي او جېلونه یې خوړلي.

هغه د قبايلي سيمو د وکيلانو اتحاديه جوړه کړې او په وروستيو کې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو کې يې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې وه.

د هغه ملګري وايي تل يې په قبايلي سیمو کې د ترهګرۍ او هلته د بشري حقونو د سرغړونو پرضد احتجاجونه کړي او تراوسه یې دغه عمل دوامداره ساتلو.

هغه په پېښور هايکورټ کې نزدې ۳۵ کاله وکالت کړی او هلته یې تل د قبايلي او جنوبي سیمو سره تعلق لرونکو خلکو دپاره خدمتونه ترسره کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی ؤ

عبدالکریم محسود پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره د اولې ورځې نه کلک ملګری او تل يې د دې غورځنګ په هلو ځلو کې فعاله رول لوبولو.

د پي ټي اېم فعاله ثنااعجاز وايي د پي ټي اېم په غړو چې څومره مقدمې وې د هغو دپاره په وکالت کوونکو کې يو تکړه وکیل عبدالکريم محسود هم ؤ.

هغې وویل ارواښاد ورته د پي ټي اېم د اسلام اباد په لومړي لاريون او احتجاج کې مېلاؤ شوی او بیا يې تل د پي ټي اېم په ټولو هلوځلو کې برخه اخیسته.

د ارواښاد په مړينه د نوميالي وکيل لطيف افريدي څرګندونې

د پېښور هايکورټ د وکیلانو د اتحاديې مشر او نوميالی وکيل لطيف افريدی وايي د عبدالکريم محسود مړينه د پېښور هايکورټ د وکيلانو دپاره يو لوې زيان دی او زياتوي د ارواښاد په مړینه په ځانګړي ډول د وزيرستان ټول خلک د يو تکړه وکیل او مبارزه څخه محرومه شو.

هغه وويل د دغه ډول بشر دوسته وکیل کمی پوره کېدل به وخت واخلي.

د عبدالکريم ورور عبدالمجيد اېډوکېټ وايي ارواښاد د زړه په ناروغۍ اخته ؤ او دوه مياشتې وړاندې يې د زړه اپرېشن شوی او بېګاه د شپې يې ناڅاپه طبيعت خراب شو او چې روغتون ته یې رسولو هلته يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه وويل د محسود یوه مېرمن او اته تنه اولاد دی چې پکې څلور زامن او څلور لوڼه دي، د هغه درې زامن هم د وکالت ډګرۍ کوي.

ارواښاد به په خپله پلارنۍ سیمه سپين غړۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG