لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د پوليو پينځه نورې پېښې مخې ته راغلي


په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پوليو پينځه نورې پېښې مخې ته راغلي چې ورسره په ملک کې روان کال د پوليو د پېښو شمېره ۵۳ ته رسېدلې ده.

پېښور کې د پوليو پرضد د پروګرام چارواکو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې په تازه پېښو کې درې په بنو، يوه په شمالي وزيرستان او يوه په چارسده کې مخې ته راغلې ده.

د چارواکو په وېنا نوې کومې پېښې چې مخې ته راغلي په دوي کې دوه وړې ماشومانې هم پوليو وهلي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د وړاندې نه په شپږو ضلعو کې د پوليو ۲۸ پېښې رپوټ شوي دي.

د پوليو په اړوند د خېبرپښتونخوا بنو ضلع تر ټولو اغېزمنه ده، چې تراوسه پورې پکې د پوليو ۲۱ پېښې رپوټ شوې.

د پوليو پروګرام دپاره د وزیراعظم وياند بابر بن عطا ځايي مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، دغه ماشومان چې تازه پوليو وهلي دي دوي ته يې مور وپلار د پوليو ضد څاڅکي نه دي ورکړي.

هغه ويلي د اپرېل په مياشت کې چې په پېښور کې کومه پېښه رامنځته شوې د هغې وروسته بيا دا پېښې سېوا شوي دي.

بابر بن عطا دا هم ويلي چې ځینې خلک د خپلو ماشومانو په ګوتو جعلي نخې وکړي او په کورونو نمبرې وليکي چې دغو ماشومانو ته څاڅکي ورکړی شوي دي.

په قبايلي ضلعو کې تراوسه پورې په رامنځته شوؤ اته پېښو کې د پوليو څلور پېښې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې مخې ته راغلي دي.

د پوليو نورې پېښې په پنجاب صوبه کې دوه، سيند صوبه کې دوه او بلوچستان کې درې رپوټ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG