لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دوه نیمو میلیونو نه زیاتو مسلمانانو دحج مناسک پیل کړي دي


دټولې نړۍ د دوه نیمو میلیونو څخه زیاتو مسلمانانو په سعودي کې د جمعې د ورځې څخه دحج مناسک پیل کړي دمقدس ښار مکې څخه د منا په لوري کوچیدلي دي.

دسعودي عرب رسنۍ وایي سږکال د۲۵ؤ لکو نه زیات مسلمانان د حج فریضې ادا کولو دپاره سعودي ته رسیدلي چې په دې کې تر ټولو زیات دوه لکه وګړي د انډونیشیاء اؤ دوه لکه د پاکستان دي.

په اتمه ذي الحجه سحر د دوه نیمو میلیونو څخه زياتو حج کوونکو دسحر دنمونځ کولو وروستو احرامونه وتړل او دحج په نيت دمکې څخه منا ته روان شول.

حج کوونکي به نن دغرمې ، ماذيګر ، ماښام او ماسخوتن نمونځونه پخپلو خيمو کې کوي او ټوله شپه به په عبادت تيروي.

ددغو حاجيانو دپاره په منا کې دسپينو خيمو يو ښار ودان کړل شوى دى ،چې پکې لارښودان هم دحاجيانو لارښودنې دپاره موجود دي.

دسعودي عرب دحج د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي حاتم حسان قاضي پخپل بیان کې ویلي “سږکال ۱۸ؤ لکو نه زیاتو حاجیانو ته انلاین ویزې ورکړل شوي چې دا یوه ستره کامیابي ده”

دحج ستر رکن وقوف عرفه به حاجیان سبا ترسره کوي، په نهمه ذي الهجه به حاجیان دعرفات میدان ته ځانونه رسوي اؤ دغلته به د ماسپښین اؤ ماذیګر نمونځونه یو ځائ ادا کوي تر دې وروسته به بیا دغه حاجیان ترماښامه دعرفات په میدان کې وقوف کوي،

د نمر پریوتو سره سم به حاجیان مزدلفې ته روانیږي اؤ هلته به دماښام اؤ ماسخوتن نمونځونه یو ځائ کوي اؤ بیا به د شین اسمان لاندې تر سحره په عبادتونو مشغول وي.

په ۱۰مه ذي الحجه به حاجیان د مزدلفې نه د رمي دپاره جمرات ته ځي اؤ هلته به شیطانان په کاڼو اوولي، ترهغې وروسته به قرباني کوي، سرونه به خروي اؤ بیا به احرامونه پرانزي اؤ دغسې به دحج ټول مناسک سرته رسیږي.

XS
SM
MD
LG