لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غټ اختر راتلونکي دپښتو نوي فلمونه،کلتوري شوګانې اؤ سندریز البمونه


په راتلونکي غټ اختر دپېښور،کراچۍ اؤ پینډۍ په سینیماګانو کې د پښتو نوي څلور فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي اؤ ددې ترڅنګ د یو شمیر نوؤ سندرغاړو نوې سندرې هم دلویې اختر دپاره مارکیټ ته راغلي دي.

ګڼ شمیر سندر غاړو اؤ دفلمونو اؤ ډرامو ایکټرانو دپاکستان دننه اؤ بهر د کلتوري شوګانو تابیا هم کړې ده چې ورته ورته یو شمیر هنرمندان د پاکستان څخه ورغلي دي.

سږکال په وړوکي اختر هم د پښتو نوي درې فلمونه نندارې ته وړاندې شوي وؤ چې د فسلمازانو د وینا له مخې خلکو ډیر خوښ کړي وؤ اؤ ښه امدن یې کړی ؤ.

دپښتو نوي فلمونه

دپښتو فلمونو وتلي هیرو شاهد خان چې پخپله پېښور کې د ارشد سینیما مالک هم دی وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ویلي په وړوکي اختر یې نوي فلم” دي ته لوفري وایي “ ریلیز شوی اؤ خلکو بې کچه خوښ کړی ؤ اؤ داځل “مونږه لوفران” یو فلم په غټ اختر نندارې ته تیا دی چې هیله ده خلک به یې خوښ کړي

په دې غټ اختر راتلونکو څلورو واړو نوؤ فلمونو کې شاهد خان مرکزي کردارونه لوبولي دي اؤ هغه وایي په دې فلمونو زیات محنت هم شوی، پیسه پرې هم ډيره لګول شوې اؤ دعصري ټیکنالوجۍ څخه پکې کار اخستی شوی چې پښتو فلمي صنعت ته به وده ورکړي.

د”مونږه لوفران یو” فلم دائریکټر یې ارشد خان دی اؤ ټاکل شوې ده چې دا فلم به د ارشد سینیما پېښور ترڅنګ په نشیمن سینیما کراچۍ اؤ خورشید سینما پینډۍ کې هم نندارې ته وړاندې شي.

په دې فلم کې د شاهد خان ترڅنګ اباز خان ،جهانګیر جانې اؤ مهلک نور مرکزي کردارونه لوبولي دي

“دا ګز دا میدان “ هم دپښتو نوی فلم دی چې ډائریکټر یې ارباز خان دی اؤ په ائینه سینیما پېښور اؤ مسرت سینیما کراچۍ کې به نندارې ته وړاندې کولی شي.

جهانګیرخان،شاهد خان اؤ ارباز خان پکې دسر کردارونه ادا کړي دي.

“قربان دې شم چرسي “په ناز سینیما پېښور کې نندارې ته وړاندې کیږي چې هم یادو ایکټرانو پکې دخپل فن ښودنه کړې ده.

“بدمعاشانو سره مه چیړه “په صابرینه اؤ شمع سینیما پېښور ا افشا سنیما کراچۍ کې نندارې ته وړاندې کیږي چې دشاهد خان ،ارباز خان اؤ جهانګیر جانې ترڅنګ پکې عجب ګل هم مهم کردار ترسره کړی دی.

د وائس امریکه ډیوه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دپښتو فلمونو نومونه په بدمعاشۍ اؤ ګندګیرۍ پسې تړل کیږي شاهد خان وویل دا اصلاحي فلمونه دي اؤ دنشو تماشو،جوارۍ اؤ بدمعاشۍ موضوعات چې پکې چیړل کیږي نو نومونه به یې هم ارو مرو له دغو موضوعاتو اخستل کیږي.

کلتوري شوګانې چرته،چرته کیږي؟

د پښتو فلمونو ترڅنګ دا ځل په غټ اختر دخیبر پښتونخوا دسرښار پېښور ترڅنګ په متحده عرب اماراتو، قطر اؤ کابل کې د یو شمیر کلتوري شوګانو یا سندریزو کنسټرټو تابیا هم شوې ده.

د پښتو وتلې سندرغاړې ګل پاڼه دمتحده عرب اماراتو په څلورو ښارونو کې کیدونکو شوګانو کې دبرخې اخستلو دپاره نن د خالي په ورځ دوبۍ ته رسیدلې ده.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې سندرغاړې ګل پاڼې ویلي هغه به دا اختر دخپل کور اؤ فامیل نه جدا په متحده عرب اماراتو کې دمسافرو ترڅنګ تیروي اؤ هغوئ ته به دمتحده عرب اماراتو په بیلابیلو ایالتونو کې سندرې ووایي.

ګل پاڼې زیاته کړه چې په دې غټ اختر یې دوؤ نوؤ پښتو فلمونو دپاره هم سندرې ویلي اؤ هیله لري چې دغه سندرې به یې مینه وال خوښې کړي.

دپښتو یوه بله پېغله سندرغاړې دلراج هم سندریزو شوګانو کې دبرخې اخستلو دپاره قطر ته رسیدلې اؤ ډيوه ته یې ویلي چې دغلته به میشتو پښتنو مسافرو ته به خپلې زړې اؤ نوې سندرې ووایي.

همدغه راز سندرغاړي عرفان کمال، وحید اڅکزئ،لیلی خان اؤ د ډرامو اؤ فلمونو ایکټره خالده یاسمین هم دوبۍ ته رسیدلي اؤ ټاکل شوې هلته به د اختر په مناسبت راجوړیدونکو مختلفو کنسرټونو کې برخه واخلي

دنشترهال بندې دروازې هم داځل خلاصي دي

خو تر ټولو زړه پورې بیا داده چې له اوږدې مودې وروسته داځل په لویې اختر کې دکلتوري فعالیتونو دمرکز نشترهال دروازې هم په غټ اختر دکاروباري بڼې دکلتوري فعالیت دپاره خلاصیږي.

ټاکل شوې ده چې د اختر په دویمه ورځ به په نشترهال پېښور کې هم یوه داسې کلتوري شو جوړه شي چې وتلي پښتانه هنرمندان به پکې دسندرو ترڅنګ دټوقو تقالو خاکې اؤ لطیفې هم خلکو ته وړاندې کړي.

ددغه شو تابیا د پښتو ډرامو دټيټ قد ایکټر زرداد بلل کړې ده.

دغټ اختر په مناسبت د وتلي سندرغاړي ظفراقرار سندریز البم د زمزمه په نوم مارکیټ ته راغلی اؤ ددې ترڅنګ یو شمیر نورو ښځینه اؤ زنانه سندرغاړوهم خپلې نوې داختر سندرې د انټر نیټي رسنیو د لارې خپلو مینه والو سره شریکې کړي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG