لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د خړکمر د پېښې په ياد کې ځايي خلکو احتجاجًا په سړک دپاسه د اختر نمونځ کړی


 شمالي وزيرستان ميرعلي
شمالي وزيرستان ميرعلي

د شمالي وزيرستان په میرعلي سيمه کې د پي ټي اېم غړو او ځايي خلکو د خړ کمر د پېښې په ياد کې او د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو دپاره یې احتجاجًا د لويې اختر نمونځ په سړک د پاسه کړی او په لاسونو يې تور پټۍ تړلې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د شمالي وزيرستان مشر جمال داوړ وايي دوي د مخکې نه اعلان کړی ؤ چې د لوی اختر په ورځ به د خړکمر د پېښې په ياد کې او د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کېدو دپاره احتجاج کوي.

د پاکستان د پوځ په وېنا د روان کال په ۲۶ مې د شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې په يوه پوځي چيک پوسته د قامي اسمبلۍ غړو علي وزير او محسن داوړ په مشرۍ برید شوی او بيا په ډزو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي وو.

محسن داوړ د دغه تورونه رد کړی او ويلي يې ؤ چې دوي په پوځي چيک پوسته برید نه ؤ کړی بلکې پرامنه احتجاج یې کولو او پوځ پرې نېغې ډزې کړې وې.

د يادې پېښې مقدمه د علي وزير او محسن داوړ په ګډون په لسو کسانو درج کړی شوې وه.

د يادې پېښې وروسته په اووم جون په خړ کمر کې د پوځ په ګاډي يوه چاؤدنه شوې چې پکې د درېو افسرانو په ګډون څلور سرتيري وژل شوي وو. د يادې چاؤدنې تور هم په علي وزير او محسن داوړ لګول شوی او مقدمه پرې درج کړی شوې وه.

جمال داوړ وايي دوي په ميرعلي کې په سړک دپاسه د اختر نمونځ په داسې حال کې وکړو چې زیاترو نمونځ کوونکو تورې جامې اغوستې او په لاسونو يې تورې پټۍ تړلې وې.

هغه زياته کړه دوي په سړک دپاسه نمونځ ځکه کولو چې دوي د خړکمر په پېښه کې د وژل شوؤ ياد تازه کولو او دا تاثر يې ورکوؤ چې ټول وزيرستان د دوي سره په غم کې شريک دی.

داوړ دا هم وويل په لاسونو يې تورې پټۍ د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو دپاره احتجاجا تړلې وې.

په سړک دپاسه احتجاجا د لوې اختر په نمونځ کوونکو کې شامل د شمالي وزیرستان درپه خېل سيمې سره تعلق لرونکی يو کډوال محمد نواز چې دا وخت په بنو کې د کډوالۍ ژوند کوي هغه وويل د دوي دا پينځم اختر چې په کډوالۍ کې يې کوي.

وي او اي ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دې ځل له د دي چا نوم هم وا نه خستو او زياته يې کړه په تېر اختر کې محسن داوړ او علي وزير د دوي پوښتنه کړې خو اوس هغوي هم په جېل کې دي ځکه د تپوس يې هيڅوک نشته.

د خړکمر اوسېدونکی صدیق الله وايي په خړ کمر کې د اختر ورځ په غم کې ده ټول خلک غمجن دي ځکه چې د خړ کمر په پېښه کې زيات د دې علاقې خلک وژل شوي وو.

هغه وويل دوي نن سهار اول د خپلو وژل شوؤ ملګرو قبرونو ته تللي او د هغې وروسته ميرعلي ته راغلي دي.

نن په سوشل ميډيا هم د خړکمر د پېښې، د ارمان لوڼي د وژنې او د بابړې د پېښې د يادولو ترڅنګ د علي وزیر او محسن داوړ او پي ټي اېم د نورو بنديوانو غړو دپاره ډېری کسانو څرګندونې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG