لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین :پاکستان اؤ هند دې خپلې شخړې په سوله ییزه توګه هواري کړي


چین دپاکستان اؤ هند ترمینځ په سیوا شوي تاؤ تریخوالي اندېښنه ښکاره کړې اؤ په دواړو هیوادونو یې غږ کړی چې خپلې شخړې په سوله ایزه توګه هوارې کړي.

د چین دخبري شبکې ګلوبل ټائمز د راپور له مخې دهند دبهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر چبن ته دخپل درې ورځني سفر په مهال د دوشنبې په ورځ دخپل چیني سیال وانګ ژي سره په بیجنګ کې لیدلي اؤ ورسره یې دهند د واک لاندې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو په اړوند خبرې اترې کړي دي.

ددې لیدنې نه وروسته د چین د بهرنیو چارو دفتر دخارجه وزیر وانګ ژي یو بیان خپور کړی چې په هغې کې په دواړو هیوادونو دخپل منځي شخړو د سوله ییزه هواري ټینګار شوی.

پخپل بیان کې دچین دبهرنیو چارو وزیر ویلي چې دهند له لوري دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو وروسته به د لانجمنې سیمې جمو وکشمیر وضعیت هم بدلیږي چې له امله به یې سیمه کې تاؤ تریخوالی نور هم سیوا کیږي.

هغه ویلي دهند حکومت لداخ د مرکز د انتظام لاندې سیمه ګرځولې اؤ دا ګام د دواړو هیوادونو په پوله دامن اؤ ثبات د ټینګښت په اړوند د شوي تړون څخه سرغړونه ده .

دچین دبهرنیو چارو وزیر ویلي بیجنګ د نوي ډیلي لخوا اخستل شوی ګام سم نه ګڼي اؤ له دې امله به د چین د واک لاندې سیمه یا دې سره پیوست سیمو کې هم وضعیت تغیر وکړي.

خو د هند دبهرنیو چارو وزیر ایس جی شنګر بیا ویلي چې د هند لخوا پخپل ائین کې دبدلون له امله به دخپلواکۍ کومه نوې دعوه سر راپورته نه کړي اؤ نه به په لائن اف کنټرول کې څه بدلون راځي .

هغه پخپل یو بیان کې چین ته باور ورکړی چې دچین اؤ هند ترمنځ کنټرول لانن باندې به هم هیڅ رقم بدلون نه رامنځته کیږي.

دهند دبهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر ویلي چې هند پاکستان سره خپلو اړیکو ښه کولو ته هیله من دی اؤ چین سره هم خپلې دپولې شخړې هوارول غواي

هند تیره اوونۍ دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی چې په دې دپاکستان حکومت سخت منلي اؤ درې ورځې دمخه په دې مسله دچین دملاتړ ترلاسه کولو په موخه دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دبیجنګ سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې دچین چارواکو سره په هندي اقدام خبرې کړې وې.

پاکستان اعلان کړی چې د هند د واک لاندې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو معامله به دملګرو ملتونو فورم ته وړي اؤ څیړونکي وایي چې دغلته د کشمیر په مسله بحث کې دچین رول عمده حیثیت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG