د سويلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې اېلس ويلز د امریکې او پاکستان لخوا په سفارتکارو د سفري بندېزونو لرې کولو هرکلی کړی دی.
د سويلي اسيا دپاره د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت څانګې په ټویټر ويلي خوشحاله دي چې امریکې او پاکستان دواړو هېوادونو د سفارتکارو په سفرونو او د دې سره اړونده نورو اقداماتو باندې لګولي بندېزونه لري کړي دي.
په ټويټ کې د دواړو لخو ژمنه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سفارتي اړيکې نورې پیاوړې شي او د دواړو هېوادونو د ولسونو اړيکې ورسره ښې شي.
د اپرېل په مياشت کې پاکستان پخلی کړی ؤ چې په امریکا کې د پاکستاني سفارتکارو په سفر محدود بندېز لګول شوی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد فېصل ويلي ؤ واشنګټن ورته خبر ورکړی چې د مې د مياشتې نه به د پاکستاني سفارتکارو بې د اجازته په ګرځېدو بندېز وي.
هغه وخت د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت چارواکو ويلي ؤ امریکې دغه ګام د پاکستان په ځواب کې پورته کړی ځکه چې پاکستان د امريکې په سفارتکارو بې د اجازته په ګرځېدو بندېز لګولی دی.
د راپورونو ترمخه په دغو سفري بندېزونو کې ويل شوي وو چې د امریکې په کوم ښار کې چې د پاکستان سفارتي عمله موجوده وي هغه به نزدې د ۴۰ کلوميټرو نه بهر سفر نه شي کولی او د دې نه د بهر تلو دپاره به د امريکايي چارواکو نه اجازت اخلي.
د امریکې او پاکستاني سفارتکارو د سفري بندېزونو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تېره میاشت د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امریکې سفر کړی او د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ او نورو چارواکو سره یې په يو شمېر چارو خبرې اترې شوې وې.