لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د کشمير په مسله د امنيتي شورا د بېړنۍ غونډې بللو خواست کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي د هند لخوا د کشمير د خصوصي حيثيت ختمولو په اړوند يې "د امنيتی شورا صدر ته خط ليکلي او ترې غوښتي يې دي چې د کشمیر په مسله بېړنۍ غونډه راوبلي او په دغه مسله بحث وکړي".

قرېشي په یو ويډيوي پېغام کې ويلي، چې "د پاکستان د پارلیمان په شريکه غونډه کې سپارښتنه شوې وه چې مونږ د هندوستان د غېر قانونه ګامونوامنيتي شورا ته وړل پکار دي. د پاکستان ملي امنيتي کمېټۍ په دې سپارښتنو غور وکړو خپله فېصله يې ورکړه او د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کابينې ځانګړې غونډوه وبلل شوه په غونډه کې د دې فېصلې تاييد وشو".

نوموړی وايي د هغې وروسته "د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه چې مونږ دې ګامونه پورته کړو چې دا مسله امنيتي شورا ته يوسو، د دې حکم منلو دپاره ما فېصله وکړه چې زه په سمدستي ډول چين ته لاړ شم او د چين د چارواکو سره مشوره وکړم زه بيجنګ ته لاړم او مشوره مو وکړه او مونږ هغوي قايل کړه او هغوي پاکستان ته د پوره ملاتړ باور راکړو".

د قرېشي په وېنا چين ګڼي چې د هندوستان دا قدم غېرقانوني، يو اړخيزه او د ملګرو ملتونو د کشمير په اړوند د قرارداد پرضد دی.

نوموړی وايي "نن ما خپل خط د ملي امنيتي شورا صدر ته لېږلې دی او مونږ خواست کړی دی چې دا خط دې په سمدستي ډول د امنیتي شورا غړو ته ورسول شوي او د امنیتي شورا بېړنۍ غونډه دې وبلل شي چې کوم ګامونه د دوي (پاکستان) په نظر کې غېر قانوني دي په هغې دې بحث وشي".

هغه ويلي په خط کې يې ليکلي چې د هند دې اقداماتو د نړۍ امن په خطره کې اچولی دی. هغه ويلي هند په زور د چا نه حق نه شي اخيستلی.

هند په وروستيو کې د خپلې ولقې لاندې کشمير خصوصي حيثيت ختم کړی دی د کومې وروسته چې اوس جمو و کشمیر د هند ریاست ګڼلی شي.

پاکستان د هند دغه ګام غندلی او ويلي يې دي د هند دا ګام غېر قانوني، يو اړخيز او د ملګرو ملتونو د کشمير په اړوند قراردادونو پرضد دی.

XS
SM
MD
LG