لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزي په پښتنو د جرګې غږ کړی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د قلعه عبدالله په ګلستان کې د ګوند غړو ته وویل چې پښتانه له ډېرو سختو حالاتو سره مخ دي او هغه د دغو بدو حالاتو نه د راوتلو دپاره په پښتنو د یوې جرګې رابللو غږ کوي.

د محمود خان اڅکزي په وینا د جرګې مقصد یې په پښتنو باندې چې کوم ظلمونه شوي په هغو به جهان خبروي. او دا کار به د جلسو او احتجاجونو د لارې کوي.

د اڅکزي په وینا د پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) ځوانان به یې غږ بدرګه کړي.

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، د پاکستان د آزادۍ دپاره تر ټولو زیاته قرباني پښتنو ورکړې دہ او دا وطن یې ازاد کړی دی.

ښاغلي وویل چې نن پاکستان د ازادۍ ورځ لمانځي خو دا ورځ پښتانه څنګه ولمانځي ؟ چې په خپله خاوره یې خپل اختیار نشته د ژوند حق یې نشته.

هغه په خپله وینا کې د ۲۰۱۶ کال د اتم اګست د وکیلانو پېښې د پلټنو دپاره د سپریم کورټ د جج قاضي فائز عیسی په رپوټ د عمل کولو غوښتنه ھم وکړہ .

اڅکزي وويل چې د پاکستان ایین د دې ملک اوسیدونکو ته د سیاست کولو حق ورکوي ځکه دوی هم سیاست کوي او په هر قیمت به د حق خبرہ کوي.

اڅکزي په خپله وینا کې وویل، د پاکستان په ایین باندې چې څوک هم سوګند اخلي نو بیا په هغې د عمل کولو ھم پابند وي.

ښاغلي وویل چې په ملک کې که جج دی که جرنېل که سیاست دان ټول به د ایين تعبېداري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG