لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير او محسن داوړ په يوه مقدمه کې ضمانت منظور او بل رد کړی شو


د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشرانو علي وزير او محسن داوړ په دوه مقدمو کې په ضمانت د خوشي کېدو دپاره په خواستونو اورېدنه وشوه، او عدالت ورته په يوه مقدمه کې د ضمانت منظوري ورکړه او بل خواست يې رد کړو.

د دوي دواړو وکيلانو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د بنو د ترهګرۍ د مخنيوي په عدالت کې د اورېدنې وروسته د عدالتي فېصلې حال شريک کړو.

په مقدمه کې د دواړو وکيل طارق افغان وويل د اووم جون په پوځي ګاډي د چاؤدنې په مقدمه کې عدالت ضمانت منظور کړو او د خړ کمر د مقدمې ضمانت يې منظور نه کړو.

هغه وويل دوي به اوس د خړکمر په مقدمه کې د ضمانت دپاره هايکورټ ته خواست کوي.

په يادو مقدمو کې د پېښور هايکورټ د وکيلانو مشر لطيف افريدی هم وکالت کوي.

هغه وويل دوي ته د وړاندې نه اندازه وه چې عدالت به په يوه مقدمه کې خواست منظوروي او په بله کې به یې ردوي.

د نوموړي په وېنا د خړکمر په مقدمه کې د پاکستان استخباراتي اداره (ايي اېس ايي) مدعي ده د هغې دباؤ فشار دی ځکه دوي پارلیمان ته هم نه وړاندې کيږي.

هغه وويل اوس به هايکورټ ته ځي ځکه چې د نوموړي په وېنا واړه عدالتونه فشار نه شي زغملی.

لطيف افريدي زياته کړه دوي د هايکورټ نه تمه لري چې علي وزير او محسن داوړ ته به د خړکمر په مقدمه کې ضمانت ورکړي.

محسن داوړ او علي وزیر په ۲۶مې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سيمه کې په پوځي چيک پوسته د بريد او بيا د جون په اوومه نېټه د پوځ په ګاډي د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بندیوان دي او د پاکستان حکومت په دوي باندې د رياست مخالفه کارروايانو کې د ککړتيا او ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG