لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمسیحي ټولنې نسرین بي بي پېښور کې دماشومانو ترڅنګ سپین سرو مېرمنو ته هم ویړیا تعلیم ورکوي


دپېښور تاکال سيمه کې د مسيحي ټولنې سره تړاؤ لرونکې نسرين بي بي د تېرو ۲۵ کالو راهسې د چم ګاونډ جينکو او مشرانو ښځو ته تعليم ورکوي.

هغې په خپل کور دننه يو غېر رسمې سکول راجوړ کړی پکې د ويړيا تعليم تر څنګ نسرين بي بي په خپل لګښت راوړي کتابونه هم دغه زده کونکو ته ورکوي.

دې سکول کې نه يوازې هغه پېغلې سبق وايي څوک چې د مالې ستونزو يا د سکول د لرې والي له امله تعليم نه شي ترلاسه کولی بلکه هغه سپين سرې زنانه هم دې سکول ته د زده کړو دپاره ورځي چې په وړوکوالې او ځوانۍ کې د تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔

مس نسرين سره سبق ويلو ته راغلې فرزانه وايي چې په ماشومتوب کې یې زده کړې نه وې ترسره کړې ولې وس په شوق سره ليک او لوست زده کوي او دا ځکه چې تعليم انسان ته د ښه ژوند تېرولو لارې چارې ښايي.

نسرين بي بي وايي پخپله یې د لسم ټولګي پورې سبق ويلی او خواهش يې ؤ چې په ټولنه کې د تعليم رڼا خورولو د پاره يو سکول جوړ کړې ولې د مالي ستونزو له امله يي دغه ارمان نيمګړی پاتې شو.

دهغې په وینا"ماغوښتل چې خپل سکول رجسټرډ کړم خو ما سره داسي وسائل نه وو چې ما خپل سکول رجسټرډ کړی وی، خلقو زه پېژندلم، خلقو خپل ماشومان سبق د پاره راليږل، جينکۍ د تعليم د پاره راتلې"

دهغې په وينا د تېرو ۲۵ کالو راهسې دا سکول چلوي او تر دې دمه دمسيحي رورولۍ او دمسلمانانو کورنیو د زرو نه زياتو ماشومانو، پيغلو او سپين سرو د هغې سره بنيادي زده کړې کړي دي.

"مسلمانان هم راغلي، بچي به يي هم زده کړو د پاره راتلل، د خښتو بټو نه به خلق راتلل، چې کله خلق افغانستان ته واپس تلل نو هغه ماشومان هم هغوي سره لاړل، هغوي دلته تر ډيره زده کړې کړې وې"

په دې سکول کې دغه مېرمن زده کونکو ته بغېر د څه لالچه دتعليم ورکولو تر څنګ په خپل لګښت ويړيا کتابونه هم ورکوي.

شازيه بي بي هم دې غېر رسمي سکول ته د زده کړو دپاره ورځي، هغه وايي چې د واده نه وړاندې ترې دکورنیو ستونزو له کبله تعليم په نيمایي کې پاتې شوی ؤ ولې اوس د دې جوګه ده چې خپلو ماشومانو ته سبق ښودلی شي.

وائس اف امریکا ډيوه ته شازیه بي بي وویل "چې کله مې واده وشو نو دلته مې لوستل شروع کړل د هغې نه وروسته خپل بائبل هم لوستلی شم او خپلو ماشومانو ته هم سبق ښودلی شم، ما دلته اردو ډٖيره زده کړه ځکه چې اردو ګرانه ده انګلش نسبتا اسان دی"

د ورځې په حساب سره د نسرين بي بي کور ته تر ۲۰ پورې زنانه د تعليم حاصلولو د پاره ورځي ، نسرين بي بي وايي که چرې حکومت د هغې سره مرسته وکړي نو هغه په دغه سيمه کې يو شمير نورو زنانه ؤ ته هم ويړيا تعليم ورکولی شي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG