لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:دپوځيانو ګاډی په بم الوځول شوی،دوه عسکر مړه


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا صوبې جنوبي وزیرستان قبائیلي ضلعه کې دپاکستاني پوځیانو یو ګاډي په بم الوځول شوی چې پکې دوه عسکر وژل شوي دي.

دسیمې څخه امنیتي سرچېنو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دا پېښه دخالي په ورځ په لدها کې هغه مهال رامنځته شوې چې دپوځیانو ګاډی د واڼا په لویه لاره یا سړک تیریدلو چې په لاره کې د وړاندې نه خښ کړل شوی بم پرې وچول شو.

دپاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني ددې بمي برید پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې چې پېښه کې د دوؤ عسکرو د وژل کیدلو ترڅنګ پینځه نور ژوبل شوي هم دي.

خو دپاکستان پوځ لا دطالبانو ددې دعوې په اړوند څه نه دي ویلي.

پخپل یو بیان کې دطالبانو ویاند دې بمي برید کې د وژل شوؤ پوځیانو نومونه ګل رحیم اؤ شاهد ښودلي دي.

په دې وروستیو کې په قبائیلي ضلعو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو بریدونه سیوا شوي چې په دې بریدونو کې په شلګونو پوځیان وژل شوي اؤ‌ یو شمیر نور سخت ژوبل شوي دي.

جنوبي اؤ شمالي وزیرستان دواړه سیمې په تیرو وختونو کې دالقاعده اؤ طالبانو قوي مرکزونه پاتې شوي وؤ خو په کال۲۰۱۴م کې پوځ‌ په دغو سیمو کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم پراخه عملیات کړي وؤ اؤ اوس پوځ دعوه لري چې ددغو عملیاتو په نتیجه کې یې دا قبائیلي سیمې دترهګرو څخه پاکې کړي دي.

خو دپوځ ددې دعوؤ باوجود هم زیاتره مهال په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو راپورونه مخې ته راځي چې پکې د زیاترو پړه پاکستاني طالبان پغاړه اخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG