لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان ته د ځايي خلکو نه علاوه د نورو بهر خلکو په تګ بندیز لګول شوی


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه
د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

د شمالي وزيرستان د انتظامي مشر مرستیال کمشنر دفتر ويلي شمالی وزیرستان ته د نورو بهر خلکو داخلیدو له امله د سیمې امنیت ته خطر دی چې له مخه یې ۱۴۴ ماده په ځای کړی شوې او د نورو سیمو خلکو په داخیلدو بندیز لګول شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي دابندېز په شمالي وزیرستان کې په سرکاري نوکرانو نه دی لګول شوی، هغوي د دې نه ازاد دي.

شمالي وزیرستان د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخواه جنګ ځپلې قبایلي ضلع ده او په کال ۲۰۱۴ کې دغلته د وسله والو تندلارو پرضد په پراخه کچه پوځي عمليات شوي وو.

د شمالي وزیرستان د اېکشن کمېټۍ مشر اوعوامي نیشنل ګوند غړی خلیل وزیر د نوي بندېز د وزیرستان اقتصادي او سماجي قتل ګرځوي او وايي د بندېز سره سیمه ایزه خلک د جېل په څير بنديوان کړی شوي دي.

هغه وویل د سیمې اقتصاد په ټپه ودریلې کاروباريمرکزونه او هوټلې تړل شوي او زیاته يې کړه دا بندیز په داسې حال لګېدلی چې د سیمې سبزۍ او میوې پخې شوي خو چې د بهر نه خلک نه پرېښودل کيږي دا به بیا چرته خرڅول کیږي.

د وزیر په خبره نه یواځې د شمالي وزیرستان بلکې ورسره په څېرمه بنو، لکي مروت، او ‌‌‌‌‌‌ډيره اسماعیل خان سیمو خلک متاثره کوي چې د زیرستان خلکو سره خپلوايانې لري.

په میرانشاه بازار کې د سبزيانو او میوو کاروبار کوؤنکی وایي هره ورځ يو تن ته تر پينځه نه د زياتو روپو تاوان اوړي.

د سوداګرو مشر احسان الله وویل تر ضرب عضب وروسته هسې هم په سیمې کې کاروبار د نشت برابر دی خو دې تازه بندیز خو بیخي مکمل تاوان ته برابر کړي دي.

هغه وویل درې ټرکه امونه او انګور یې راوړي هغه سامان چې دویې په خپله په ۹۰۰ پېټۍ اخستی هغه یې یې په ۴۰۰ سوه پېټۍ خرڅه کړې ځکه چې بهر سوداګر راتلې نشی او چا اخستل نه چې د خرابیدو یره یې وه هغه وویل په کاروبار تر ټولو لوې خنډد افغانستان او پاکسان تر مینځه د غلام خان لویه لاره تړل دي.

دا لاره پينځه کاله وړاندې د ضرب عضب عملياتو پرمهال تړل شوې وه او حکومتي چارواکي بیا بیا د پرانستو ژمنه کوې خو احسان وايي د پولې دواړو غاړو ته خلک د تګ راتګ لپاره نه پریښول کیږی چې له وجې کاروبار ته سخت زیان اوړي.

هغه وویل په دې تیرو درې څلورو ورځو کې یواځې د سبزۍ او میوې په مد کې د کروړونو روپو تاوان شوې

تیر کال د دسمبر په میاشت کې انتظامیه د شمالی وزیرستان د انټري کولو دغه بندیز د ختمولو اعلان کړي ؤاو خلکو ته یې خواست کړی وه چې شمالیي وزیرستان کې دې کاروبارونه پيل کړې چې د جنګ ورو سته په سیمه کې اقتصادي وضیعت برابر شی خو د مې د خړ کمر پېښې وروسته بیا دغه بندیز په ځای کړی دی.

تیره ورځ منظور پشتین وي او ای ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې ویلی ؤ چې دويې خړ کمر سیمې تلل غواړي خو دوي ته ټولې لارې تړل شوي دي.

د سیمې نه د صوبایي اسمبلۍ نوی منتخب شوی غړی میر کلم وزیر وايي چې د هنګو بنو سویلي وزیرستان او افغانستان لارې د بهر نو خلکو لپاره مکمل تړل شوي دي.

هغه زیاته کړه د امنیت په بهانه د سیمه ایزو خلکو نه خپل رزق تروړل غواړي او وایې دې اختر ته په زیات شمیر خلک د بهر نه وزیرستان ته راغلي وو او دا له حکومت څخه نه زغمل کیږی چې د دې خلکو ترمینځه یوالې او مینه والې سیوا کیږی؟.

بلې خواته د شمالی وزیرستان یو انتظامي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې دا بندیز د يوې مياشتې دپاره په ځای کړی شوی دی او که څوک د بهر نه راتلل غواړي اول د انتظاميې سره تماس کوي پوره مالومات درکوي د هغې وروسته به هغه ته اجازه ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG