لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ځپلو نړیواله ورځ: پاکستان کې ترهګرۍ ځپلي او وژلي خلک هېر کړی شوي دي


نن په ۲۱م اګست د ترهګرۍ ځپلو خلکو په ياد کې دويمه نړيواله ورځ نمانځل کيږي او په دې ورځ د ترهګرۍ نه د اغېزمنو شوو کورنيو سره خواخوږۍ کيږي خو په پاکستان کې ترهګرۍ تر ټولو د زياتو ځپلو قبايلي علاقو اوسېدونکي وايي ترهګرۍ يتيمان کړي ماشومان او کونډې ښځې يې د بې و بې وسۍ ژوند تېروي.

په پاکستان کې د تيرو دوه لسيزو راهسې په زرګونو خلک په ترهګرۍ کې وژل شوې او حکومتي شمېرې ښايي چې نزدې ۷۰ زره خلک په ترهګرۍ کې وژل شوي چې زياتره يې پښتانه دي.

پاکستان کې ترهګرۍ تر ټولو زياتې قبايلي سيمي او د خېبر پښتونخوا علاقې ځپلي او د وژل شوو خلکو شمېر تر ټولو زيات د پښتنو دی.

د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو نزدې په هره سيمه کې د ترهګرۍ د پېښو نښې موجودې دي.

پاکستان ادعا کوي چې ترهګرۍ تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان دې هېواد ته اړولی او د نړۍ نه غواړي چې قربانيانې يې ومني خو دلته بيا ترهګرۍ يتيمان کړي ماشومان او کونډې موجود يتيمانان او کونډي له هم د بې وسۍ ژوند تېروي.

په کال ۲۰۱۰ کې د مومندو په يکه غونډ سيمه کې په يوه چاودنه کې تر ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي چې پکې يو تن د پيرباچا ورور هم وو چې درې يتيمانانې ماشومانې لوڼه او کونډه ښځه تري پاتې شوي دي.

پير باچا وايي حکومت ورته په هغه وخت درې لاکه امدادي روپۍ ورکړې وې خو د کونډې او يتيمانو د پالنې د پاره حکومت په دوامداره ‌ډول پروګرام نه دی جوړ کړی،

"د ورور د وژل کېدو روسته د ژوند نه خوشالۍ ختمې شوي، د اختر او نورو خوشاليو په موقع د هغه غېر موجودګي مو خوشالۍ نيمګړې کړي"

پير باچا ګيله وکړه چې د پنجاب او نورو صوبو په مقابله کې دوي ته امدادي رقم ډير کم ورکړل کيږي.

د افتونو په وخت د انتظام د ادارې پخوانی کارکونکی حسيب الرحمان ډيوه ته وويل حکومت په ترهګرۍ کې ددځپل شوو د خلکو تعليم، صحت او د ژوند تيرولو د بنيادي اسانتياؤ برابرولو د پاره کوم جامع پلان نه لري.

هغه وايي" که د دې خلکو د محرومۍ احساس ډېر شو نو بيا د سخت دريځو او وسله والو لاسو کې ورتلې شي"

په پاکستان کې د وړانډي په پرتله د ترهګرۍ پېښې کمې شوي دي خو په تېرو دوو لسيزو کې د متاثره کورنيو د پاره کوم جامعه منصوبه بندي نشه، او نن د دوي د يادولو ورځ په مناسبت هم نه په سرکاري او نه بيا په غېر سرکاريي کچ دستوره راجوړه شوې او نه د ترهګرۍ ځپلو خلکو ته ډاډګېرنې له کوم حکومتي چارواکي ورغلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG