په پاکستان کې د پوليو رنځ د پېښو مخ په زياتېدو د مخنيوي دپاره د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د دې رنځ پرضد د خلکو د خبرولو دپاره کمپاين نور پياوړی کړی شي.
د شورو، چارشنبې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ په ملک کې د پوليو رنځ او پېښو په اړوند يوه غونډه شوې او ټول جاج پکې اخيستل شوی دی.
د سرکاري ميډيا ترمخه په غونډه کې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې اعلی وزيرانو او د نورو چارواکو سره پوځي افسرانو هم ګډون کړی دی.
وزیراعظم ويلي د پوليو ختمول يې د حکومت لومړیتوب دی ځکه چې راتلونکی نسل ترې خوندي کړي.
په غونډه کې د پوليو د پېښو په زياتېدو اندېښنه هم څرګند کړی شوې ده.
غونډې ته د وزیراعظم د پوليو پروګرام مرستيال بابر بن عطا په ملک کې د پوليو د رامنځته شوؤ پېښو او په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د پوليو په زياتو پېښو احوال وړاندې کړی دی چې د پوليو کمپاين په وړاندې کوم ډول خنډان موجود دي.
تازه غونډه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې روان کال د پوليو د پېښو شمېره ۵۳ ته رسېدلې ده.
په دغو پېښو کې تر ټولو زياتې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې ۴۱ پېښې رپوټ شوي او په دغو سيمو کې بيا زياتې پېښې په بنو ضلع کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۲۲ ده.