لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسېلګرۍ د زړه پورې سیمې کمراټ قدرتي ښکلاګانې مو لیدلي؟


دبره دیر کمراټ سیمه دیخ موسم، واورینو شنو اوبو، آبشارونو، قدرتي ډنډونو لپاره د پښتونخوا دسیلګرۍ دځایونو څخه یو ښایسته ځایې دی خو د خراب سړک او نورو اسانتیاؤ دنیشتوالي له امله زیات سیلګري دغلته نه ورځي.

ددغه ښکلې سیمې لیدلو له دپښتونخوا دبیلابیلو برخو نه ورغلي سیلګري وایي ددې ځایې د ښکلا مثال ډیر کم دی خو که حکومت دې سیمې ته سړک جوړ کړو نو دسیلګرۍ صنعت به دغلته نوره وده هم وکړي.

د پښتونخوا د سیلګرۍ د محکمې مینیجنګ ډایریکټر جنید خان وایي نړیوال بانک صوبایي حکومت ته د سیلګرۍ د ودې لپاره ۷۰ میلیونه ډالره پور ورکړی دی او حکومت پلان کړې ده چې ددغې پیسو زیاته برخه به په سړک جوړلو مصرف شي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې هغه وویل کمراټ ته د خلقو د پام راګرځولو لپاره کمراټ کې په ۲۴، ۲۵، ۲۶ اګست د کمراټ جشن کیدونکی دی چې پکې دسېلګرو دخوښۍ دپاره یو شمیر خوندور پروګرامونه اېښودل شوي دي.

د پیښور اوسیدونکی سجید خان اپریدی ډیوه ته وایي ما چې یو ځل کمراټ ولیدلو نو اوس هر کال هم دلته راځم او خپلې درخصتۍ ورځې عموماً دلته تیرووم.

سجید خان وایي نور ټول د سیلګرۍ ځایونه یې پرېښودي اؤ اوس یوازې ددې سیمې دقدرتي ښکلاګانو څخه خوندونه اخلي خو هغه زیاتوي چې د اسانتیاو د نیشتوالي له امله زیات سیلګري دلته نه راځي او وایي تر ټولو لویه ستونزه د سړک ده چې بنده ورته خپل عادي ګاډي کې نشي راتلی.

د کوز دیر یو بل سیلانی طاهر اقبال وايی، ددې سیمې خلق مینه ناک او میلمه پال دي خو ستونزه دا ده چې بریښنا نیشته، ټیلفون کار نه کوي خو وايي که حکومت فقط پوخ سړک جوړ کړو نو نورې اسانتیاوې به پخپله راشي.

د سیلګرۍ د محکمې مشر جنید خان وايي د جشن کمراټ نمانځلو مقصد دادی چې خلق راشي او ددې قدرتي ښکلاګانو ننداره په خپلو سترګو وکړي چې پکې تهل، جاز بانډه، کټوره ډنډ، بن شاهي او داسې نورې علاقې شاملې دي.

جاز بانډه په کمراټ کې تر ټولو پراخه سمسور اؤ‌شین غوړیدلی میدان دی چې د سمندر د کچې نه ۸۹۰۰ فټه اوچتوالی لري اؤ دلته دګرمۍ په موسم کې دسیلګرو دپاتې کیدلو دپاره دعارضي بڼې هوټلونه اؤ تمبوان یا ټینټونه جوړولی شي خو پاخه اؤ د اسانتیاؤ ډک هوټلونه پکې وجود نه لري،

دجاز بانډې دپراخه شین میدان په منځ کې واورینې شنې اوبه بهیږي ،یو لوري ته یې زړه راښونکې ابشار په نظر راځي اؤ بل لوري ته یې د ۱۵ؤ نه زیات قدرتي ډنډونه دي چې زیاتره سیلګر یې لیدلو له ورځی اؤ خوندونه ترې اخلي.

په دې ډنډونو کې تر ټولو ښکلی ډنډ دکټورا په نوم یادیږي چې دسمندر دکچې نه ۱۱۵۰ فټه اوچتوالی لري

دجاز بانډې نه کټورا ډنډ نه څه کم پینځه کلو میټره لاره ده چې پیاده د درېوؤ نه نیولې تر څلور ساعتو وهل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG