لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان:په امنیتي پوسته برید کې دوه کسان وژل شوي،دوه ژوبل


دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په یوه امنیتي پوسته دنامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو دخالي په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې په امنیتي پوسته د ډزو دا پېښه د ډیره اسماعیل خان په په کوز داربن سیمه کې رامینځته شوې ده.

سرچینې وایي دغلته په امنیتي پوسته پولیس ولاړ وؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې خو به دې ډزو کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی اؤ دوه عام کسان پکې وژل شوي.

دپولیسو سرچینې وایي چې وژل شوؤ کسانو څخه یو تن په یو هوټل اؤ بل د پټرولو پمپ کې کار کولو اؤ ددې ترڅنګ دوه عام وګړي ژوبل شوي هم دي چې د علاج دپاره روغتون ته رسول شوي.

پولیسو دعوه کړې چې هغوئ هم په برید ګرو ځوابي ډزې کړي خو هغوئ دپېښې دځائ څخه په تېښته بریالي شوي.

دپېښې دخبر رسیدلو سره سم په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په سیمه کې یې دلټونې عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه هیچا ددې برید پړه پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې سیمه کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري پاکستاني طالبانو پغاړه اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG