لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکوریا دبدهـ مت مذهب لرونکي پښتونخوا سره څه مذهبي اؤ کلتوري اړېکې لري؟


خیبر پښتونخوا صوبه کې د لرغوني ګندهارا تهذیب دتاریخي ځایونو دسیل دپاره دپاکستان په رسمي بلنه دسویلي کوریا یوه ډله پېښور ته راغلې چې پکې څلور دبدهـ مت مذهبي مشران هم شامل دي.

دنړۍ دترټولو ستر ګندهارا تهذیب اؤ بدها دیو شمیر مجسمو لرونکي پېښور عجائب ګهر کې دګل په ورځ دکوریا نه راغلې دغې ډلې ته تود هرکلی ویل شوی دی.

کوریا ته بدهـ ازم له صوابۍ ورغلی

دخیبر پښتونخوا دلرغونو اثارو د محکمې مشر ښاغلي ډاکټر عبدالصمد په دغه موقعه وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ویلي ډیر لږ خلک پر دې خبر دي چې کوریا کې بدهـ مت مذهب ددې سیمې نه د ورغلي یو تن دلاسه خپور شوی همدا لامل دی چې کوریا دې سیمې سره نېغ په نېغه تاریخي مذهبي اړېکې لري.

هغه وویل دداسې تاریخي اړیکو دبیا راژوندي کولو اؤ کلتوري سېلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره دوئ د داسې سېلګرو صوبې ته د رابللو ګام اخستی.

د ډاکټر عبدالصمد په وینا” کوریا کې خواوشا ۴۰فیصده خلک بدهـ مذهب منونکي دي اؤ‌ پخپله کوریا کې هم ډیر خلک په دې نه دي خبر چې کوریا کې بدهـ ازم دګندهارا،خیبر پښتونخوا دصوابۍ د وړوکي لاهور یو استوګن مالړندا دڅلورمې پیړۍ په اتیامه لسېزه کې کې خپور کړی ؤ”

پښتونخوا دکوریا خلکو دپاره ولې مقدسه ده؟

ډاکټر عبدالصمد وایي "مالړندا په هغه زمانه کې د صوابۍ د وړوکي لاهور څخه دچین په لاره کوریا ته تللی ؤ اؤ دغلته یې بدهـ ازم په خلکو پېژندلی ؤ”

ډاکټر عبدالصمد زیاتوي اوس دکوریا خلکو دپاره خیبر پښتونخوا داسې ارزښت لري لکه څنګه چې مسلمانانو ته خانه کعبه یو مقدس ارزښت لري.

هغه زیاته کړه خیبر پښتونخوا د کوریا سره ۱۶سوه کاله زړې رېښې لري خو ددې په اړوند نه دلته ډیرو خلکو ته معلومات شته اؤ نه هلته.

دلرغونو اثارو دمحکمې مشر وویل اوس اړتیا دې خبرې ته لیدل کیږي چې دکوریا اؤ ددې سیمې دخلکو ترمینځ تاریخي کلتوري اړېکې بیرته راجوړې کړل شي اؤ ددې غرض دپاره دوه درې کاله اګاهو دپېښور میوزیم لخوا کوریا کې دیو نندارتون تابیا هم شوې وه.

ډاکټر عبدالصمد زیاتوي دغه نندارتون کې دګندهارا تهذیب اړوند ۴۲ اړوند توکي نندارې ته اېښودل شوي وؤ اؤ په زرګونو خلک ددغه توکیو لیدلو ته ورغلي وؤ.

پاکستان کې دکوریا سفیر ښاغلي کواک سون کیو پېښور عجائب ګهر کې راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې پېښور ته دکوریا دمذهبي مشرانو په راتللو خوښي ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې هغوئ به نور هاغه سېلګر هم چې په مذهبي اؤ کلتوري مقاماتو لیدلو کې خوښي لري خیبر پښتونخوا ته راولي.

حکومت صوبه کې دکلتوري سېلګرۍ ودې دپاره څه کوي؟

دصوبې دسېلګرۍ وزیر عاطف خان چې دکوریا نه د راغلو میلمنو ستړي مشو له ورغلی ؤ صوبې ته ددې بهرنۍ ډلې په راتګ خوښې وښودله اؤ اؤ وائس اف امریکه ډيوه سره یې خبرو کې ویلي چې دخیبر پښتونخوا حکومت کلتوري سېلګرۍ ته وده ورکول غواړي.

دصوبې دسېلګرۍ وزیر وویل چې دې صوبه کې داسې بې شمیره لرغوني کلتوري مقامات اؤ توکي شته چې هغه باید نړۍ ته وښودل شي.

دصوبې دسېلګرۍ وزیر عاطف خان بهرنیو میلمنو ته ګلدستې وړاندې کوي
دصوبې دسېلګرۍ وزیر عاطف خان بهرنیو میلمنو ته ګلدستې وړاندې کوي

ښاغلي عاطف خان وویل که دکوریا،تهائي لینډ اؤ نورو هیوادونو نه هغه سېلګر خیبر پښتونخوا ته راځي چې دلته یې د زرګونو کالو زاړه مذهبي ځایونه وجود لري نو له دې امله دلته دسېلګرۍ صنعت وده هم مومي چې دخلکو د وروزګار موقعې به هم ورسره سیوا شي اؤ دصوبې نه ورسره دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب خور شوي تاثر ختمیدلو کې هم لاس امداد هم کیدی شي.

هغه وویل کله چې دا بهرني میلمانه خپلو هیوادونو ته ستنیږي نو دپاکستان اؤ خیبر پښتونخوا په اړوند یو ښه انځور د ځان سره وړي .

دګندهارا تهذیب د لرغونو کلتوري مقاماتو له امله پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا صوبه دبدهـ مذهب منونکو دپاره یوه مقدسه اؤ مذهبي سیمه ګڼل کیږي .

خیبر پښتونخوا کې د شپږو زرو پورې داسې لرغوني اثار وجود لري چې د لرغون پوهانو په وینا نه یوازې د بدهـ مت مذهب پیرویان بلکې دلرغونو اثارو اؤ تاریخ سره مینه لرونکي سېلګر هم ځانته راماتولی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG