لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د اوړو بیعې لوړې شوي دي


پہ خیبر پختونخوا صوبه کی پہ تیرو دوہ میاشتو کې د وړو بیعې زیاتې ختلي اؤ د۲۰ؤ کلو د اوړو یوه تروړه دمخکې په پرتله اوس خلکو ته د ۱۰۰نه نیولې تر۱۲ؤ روپو ګرانه ترلاسه کیږي.

په صوبه کې د اوړو ملونه وایي حکومت په هغوئ غنم ګران کړي دي ځکه هغوئ اوړه هم ګران خرڅوي خو د حکومت دریځ دی چې سږکال دنور کله په پرتله په هیواد کې دغنمو پېداوار دټاکلي شوي هدف څخه کم شوی دی.

تر دې وړاندې دپاکستان مرکزی حکومت د غنمو او غنمو نه دجوړېدونکو شیانو په برامد بندیز لګولی ؤ ترڅو د اوړو نه دجوړېدونکو شیانو دسیوا کېدونکو بیعو مخه ونیسي.

دغنمو نه دجوړېدونکو توکو په برامد د بندیز دا فیصلہ د پاکستان دخزانې دصلاح کار حفیظ شیخ پہ مشری د اقتصادی تعاون کونسل په غونډه کې تیرہ میاشت شوې وه.

دخیبر پښتونخوا پہ مردان سیمه کې د خوراکي توکو سوداګر عالمزیب خان وائي د حکومتي اقتصادي اصلاحاتو نه وروسته صوبه کې د ۲۰ؤ کلو ګرامو د اوړو دتروړې بیعه کې د ۱۰۰ نہ ۱۲۰روپو پورې اضافہ شوې ده

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دا مهال په بازار کې د میده اوړو دېوې کلو بیعه ۴۹ روپۍ اؤ ۵۰پیسې ده اؤ ساده اوړه یوه کلو په ۴۲ روپۍ اؤ ۵۰پیسو خرڅېږي.

د پاکستان د خوراک وزارت وائي سږکال د غنمو پیداوار د ټاکل شوي هدف څخه کم شوی دی.

د خوراک د وزارت د شمیرو له مخې سږکال حکومت دغنمو د پېداوار هدف دوه کروړه اؤ ۵۵لکه ټنه ټاکلی ؤ خو په ګرد هیواد کې دوه کړوه ،۴۱لکه اؤ ۲۰ټنه غنم شوي دي

خیبر پښتونخوا کې د اوړو د ملونو دسازمان مشر طارق خان وایي دحکومت له لوري په هغوئ غنم په ګرانو بیعو پلورل کیږي ځکه یې هغوئ هم بیعې لوړې کړي دي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طارق خان وویل وړاندې به ملونو ته دوی ۱۰۰ کلوګرامه غنم پہ ۳۲۰۰ روپو ورکړی کیدل خو اوس یې بیعه ۴۰۰۰ روپو ته لوړه کړل شوې ده

د دولتي شمیرو له مخې پاکستان کی د غنمو د کال ضرورت ۲کروڑہ ۵۸ لکه ټنه دی او پہ هیواد کې دا مهال دوه کروڑہ اؤ ۸۰ لکه ټنه د غنمو ذخیرہ موجوده ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG