لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو سمندري طوفان له امله په فلورېډا کې بیړنی حالت اعلان شوی


واشنګټن: د امریکا د سمندري طوفان ملي مرکز د جمعې په ورځ وویل، د ډورین طوفان درجې ته ځواکمن شوی او ډېر خطرناک شوی دی.

دغه طوفان شمال لویدیځ بهاماس خواته روان دی او ګومان کېږي چې د امریکا د فلوریډا ایالت پر لور د روانېدو پر وخت به لا ځواکمن شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په فلورېډا کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

امریکايي چارواکي وايي، څرنګه چې د ډورین طوفان ډېر ورو روان دی نو کولای شي زیات بارانونه او سیلابونه هم ورسره وي.

ډورین سمندري طوفان دا مهال په یو ساعت کې ۱۸۵ کیلو مټره واټن وهي.

چارواکي اټکل کوي چې ډورین سمندري طوفان به د ګل یا دوشنبې په ورځ فلورېډا ورسېږي چې ځواک به یې څلورمې درجې ته پورته شوی وی او د سیلۍ تېزوالی به یې په یو ساعت کې ۲۰۹ کیلومټرو ته رسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG