لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هائیکورټ دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دبنو په ځائ پېښور نه دضمانتونو عریضه رد کړه


پېښور هائیکورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوؤ مهمو مشرانو اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دغړو محسن داوړ اؤ علي وزیر پېښور کې دضمانت عریضه رد کړې اؤ ویلي یې دي چې دهغوئ دضمانتونو پرېکړه به دپېښور هائیکورټ د بنو څانګه(سرکټ بینچ) کوي

دعلي وزیر اؤ محسن داوړ وکیلانو عبداللطیف اپریدي اؤ طارق افغان تیره میاشت پېښور هائیکورټ ته عریضه کړې وه چې دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دضمانتونو دخواست اوریدنه دې دبنو څخه پېښور هائیکورټ ته منتقل کړل شي.

نن د ګل یا دوشنبې په ورځ دپېښور هائیکورټ مشر قاضي وقار احمد سیټهـ ددې عریضې اوریدنه کړې ده اؤ‌ د اوریدنې په مهال دصوبې مشر سرکاري وکیل هم محکمې ته وړاندې شوی ؤ.

د اوریدنې په مهال دصوبې مشر سرکاري وکیل شمائل احمد بټ پېښور هائیکورټ ته دعلي وزیر اؤ محسن داوړ دضمانت دعریضې منتقلۍ سره مخالفت وښودلو اؤ دمحکمې څخه یې وغوښتل چې باید دا عریضه رد کړي.

د دواړو خواؤ د دلائلو اوریدلو وروسته مشر قاضي وقار احمد سیټهـ دبنو څخه پېښور هائیکورټ ته دعلي وزیر اؤ محسن داوړ د ضمانتونو دعریضې د منتقلۍ خواست رد کړؤ .

دمحسن داوړ اؤ علي وزیر وکیل ښاغلي طارق افغان ویلي هغوئ هیله لرله چې پېښور هائیکورټ به د قامي اسمبلۍ د دواړو بندي غړو د ضمانتونو خواست منظور کړي خو له بده مرغه دغسې ونه شول.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طارق افغان ویلي دپېښور هائیکورټ لخوا دعریضې رد کیدلو وروسته به اوس دوئ دبنو دهائیکورټ دڅانګې پرېکړې ته صبر کوي اؤ که چرې دغلته هم د محسن اؤ علي وزیر دضمانت خواست ونه منل شي نو بیا به دضمانتونو دپاره یا خو سترې محکمې ته مراجعه کوي اؤ یا به کیس په وړاندې وړي.

تر دې وړاندې په بنو کې دترهګرۍ ضد محکمې د علي وزیر اؤ محسن داوړ د ضمانتونو خواست رد کړی ؤ.

هغه وویل پېښور هائیکورټ کې یې ځکه دعلي وزیر اؤ محسن داوړ د ضمانت عریضه کړې وه چې فکر یې کولو دلته غټ ججان دي اؤ دوئ به “د چا” فشار ته غاړه کښینږدي خو له بده مرغه دغسې ونه شوه

طارق افغان وویل دبنو دترهګرۍ ضد محکمې قاضي چې په کومه توګه د ضمانتونو د عریضې اوریدنه په مخکې وړې وه هغه شکونه راپیدا کوي چې دضمانتونو په لړ کې دځنډ بهانې کتل کیږي.

دطارق افغان په وینا” په دوؤ میاشتو کې درې ځله دجج په رخصتیو تګ اؤ دتګ په مهال داوریدنې واک دقانون برعکس دبنو د ضلعي جج په ځائ دشمالي وزیرستا ضلعي جج ته سپارل هغه څه دي چې په دې اوریدنه شکونه راولاړوي”

طارق افغان وایي اوس هم هیله لري چې که د علي اؤ محسن دوسیه واوریدل شي نو دومره څه پکې نه شته اؤ هغوئ ته به ډير په اسانه دهائیکورټ لخوا ضمانتونه ورکړل شي خو له بده مرغه محکمه کې دغه دوسیه نه اوریدل کیږي.

محسن داوړ او علي وزیر څو میاشتې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سيمه کې په پوځي چيک پوسته د بريد او بيا د جون په اوومه نېټه د پوځ په ګاډي د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بندیوان دي او د پاکستان حکومت په دوي باندې د رياست مخالفه کارروايانو کې د ککړتيا او ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG