دپښتون ژغورنې غورځنګ دبندي مشرانو اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دغړو محسن داوړ اؤ علي وزیر دضمانتونو عریضه نن دپېښور هائیکورټ دبنو په څانګه یا سرکټ بینج کې نن بیا نه ده اوریدل شوې اؤ ټاکل شوې ده چې اوس به داعریضه په راتلونکې اوونۍ کې اوریدل کیږي.
تر دې وړاندې پرون د دوشنبې په ورځ پېښور هائیکورټ دبنو پځائ پېښور نه دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دضمانتونو عریضه مسترد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د دواړو دضمانتونو په اړوند پرېکړه به دهائیکورټ دبنو څانګه کوي.
دمحسن داوړ اؤ علي وزیر وکیل ښاغلي طارق افغان وائس اف امریکه ډيوه ته د نهې په ورځ ویلي چې نن دهائیکورټ دبنو په څانګه کې دهغوئ دضمانتونو د دوسیې اوریدلو ورځ وه خو نه دسرکار له لوري وکیلان وړاندې شوي اؤ نه د محسن اؤ علي وزیر وکیلان محکمې ته وړاندې شوي ځکه نو ددې عریضې اوریدنه تر بلې اوونۍ ځنډول شوې ده.
هغه وویل په ننۍ اوریدنه د وکیلانو د نه وړاندې کیدلو علت داؤ چې کومې مقدمې به نن دبنو په سرکټ بینچ کې اوریدل کیدلې دهغې په نوملړ کې دعلي وزیر اؤ محسن داوړ د مقدمې یادونه نه وه شوې اؤ نن یو ناساپه دغه نوملړ ته دعلي اؤ محسن مقدمه ورګډه شوې وه چې هیڅوک ترې نه وؤ خبر نو ځکه وکیلان محکمې ته نه دي وړاندې شوي.
ښاغلي طارق افغان هېله ښکاره کړه چې هائیکورټ به په راتلونکې اوریدنه کې د محسن داوړ اؤ علي وزیر ضمانتونه منظور کړي ځکه چې په هغوئ جوړ کړل شوي کیسونه دقانوني اړخه ډير کمزوري دي.
ښاغلي افغان ویلي دپېښور هائیکورټ دبنو څانګې لخوا دضمانتونو عریضې رد کیدلو په صورت کې به هغوئ یا خو دضمانتونو دپاره سترې محکمې ته مراجع کوي اؤ یا به بیا دهغوئ دبېګناهۍ ثابتولو دپاره قانوني مبارزه کوي.
محسن داوړ او علي وزیر څو میاشتې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سيمه کې په پوځي چيک پوسته د بريد او بيا د جون په اوومه نېټه د پوځ په ګاډي د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بندیوان دي او د پاکستان حکومت په دوي باندې د رياست مخالفه کارروايانو کې د ککړتيا او ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي.
خو دپښتون ژغورنې غورڅنګ مشران اؤ د علي وزیر اؤ محسن داوړ وکیلان وایي چې په هغوئ لګول شوؤ تورونو کې هیڅ حقیقت نشته