لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل چاودنه کې دسیلمان لایق په ژوبل کیدلو دلر وبر ادیبان څه وایي ؟


تیره اوونۍ کابل کې په یوه بمي چاودنه کې دافغانستان دستر لیکوال،شاعر اؤ عملي شخصیت سیلمان لائق ټپي کیدلو د ډيورنډ دکرښې دواړو غاړو ته میشت پښتانه شاعران،ادیبان اؤ خبریالان ځورولي اؤ وايي د داسې علمي اشخاصو متضرر کېدل په چقيقت کې په کلتور او پوهنه ګوزار دی.

۸۹کلن سیلمان لائق چې دګڼو علمي اؤ ادبی کتابونو لیکونکی دی دا مهال دکابل په یو روغتون کې د علاج په غرض بستر دی.

دکابل نه دپژواک خبري اژانس خبریال جاوید همیم کاکړ امریکه غږ ډیوه ته ویلي په دغه بمي چاودنه کې ښاغلی لايق په پښه، زنګون او لاس زخمي شوى دى اؤ ډاکټران وایي چې د بدن په ځينو برخو کې يې اوس هم چرې دي.

هغه د ډاکټرانو له خولې ډیوه ته ویلي "وضعيت یې ډېر د تشويش وړ نه دى، خو چونکې که د شکر (شوګر) تکليف لري، نو زخمونه يې لږې ستونزې لري اؤ دفشار تکليف دتکلیف سره هم مخ دی"

د افغانستان دعلومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس څېړنوال محمد آصف احمدزی امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي دسلیمان لائق فرهنګي شخصيت ګڼ اړخونه لري، هغه یو پیاوړی شاعر، ليکوال، څېړونکی، ويناوال، ژورناليست او ملي سياسي ټولنيز شخصیت دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې چې دا ټولې ښېګڼې او ځانګړنې د هغه په وجود کې راټولې شوي او د ټولنې د فرهنګي ودې او د پرمختيا لپاره يې ځان وقف کړی دی.

اصف احمدزی وایي ديو پياوړي شاعر او اديب په توګه يې شاعري د شکل او مضمون دواړو له مخې بډايه ده، لوړ خيالونه، پکې له ژورو معنو سره داسې غاړه غړۍ دي چې هر يو يې په خپل ځای شعر ته ځانګړی خوند او رنګ وربخښي.

دښاغلي احمدزي په وینا "داسې برېښي چې شاعر د يوه ژمن افغان شاعر په حيث په پښتو او دري دواړو ژبو د وخت او حالاتو له غوښتنې سره سم خپل ملي تاريخي رسالت پېژندلی او ټوله شاعري يې د خپلو خلکو او ټولنې دردونه، هيلې، غوښتنې او ارمانونه دي چې شعر په بېلا بېلو فورمونو او ډولونو کې د لفظي او معنوي صنايعو په ګاڼه پسولي او ټولنيز واقعيتونه يې د شعر په خوږه او رنګينه ژبه بيان کړي دي"

دبلوچستان ایالت دکوټې سره تړاؤ لرونکی وتلی شاعر،ادیب اؤ نقاد ښاغلی پروفیسر محمود ایاز چې دګڼو کتابونو لیکونکی دی وایي ، سلیمان لائق په یوه چاودنه کې ژوبل شوی چې دې ټول پښتان دردولي دي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې پروفیسر ایاز وایي دښاغلي “سلیمان لائق نوم دافغانستان په څو قداورو عالمانو اؤ لیکوالانو کې راځي لکه عبدالحئ حبیبي،عبدالروف بېنوا،ګل پاچا الفت،محمد ګل نوري،سعدالدین شپون،عبدالله بختاني اؤ داسې دګټو دشمیر څو نور”

هغه وایي دا ټول داسې شخصیات دي چې دپښتو ادب اؤ خپلې خاورې دپاره یې خدمتونه لکه دنمر روښانه دي اؤ خپل ټول ژوند یې دخپلې ژبې،ولس،اؤ ادب خدمت ته وقف کړی ؤ.

محمود ایاز وایي سلیمان لائق دشعر په حواله دومره لویې سړی دی لکه حمزه بابا ،محمد صدیق پسرلی یا قلندر مومند چې څومره لویې مقام لري.

هغه وویل دپښتنو په سیمو کې چې کومې چاودنې کیږي دې دې پښتنو ته له هر اړخه ډیر زیان زیانونه رسولي چې شمیر یې ګران کار دی.

خو دا چې دسلیمان لائق پشان علمي شخصیات هم اوس ددې چاودنو ښکار کیږي ټولو امن خوښو قوتونو ته به اوس ددې جګړو په ضد فکري اؤ عملي مبارزه کول وي ځکه چې دا جګړه دپښتنو خپله نه ده بلکې په دوئ تپل شوې ده.

دسلیمان لائق علمي اؤ ادبي خدمتونه

محمود ایاز زیاتوي،”سلیمان لائق دپښتنو ویاړ اؤ افتخار دی اؤ داسې شخصیات تاریخونه جوړوي ،

دا خو داسې خلک دي لکه په فارسي کې چې سعدي ،حفیظ،فردوسي یا خیام دي اؤ‌ زمونږ د ادب مناره هم په دې شخصیاتو ولاړه ده”

په کابل کې میشت زلمی لیکوال،نقاد اؤ خبریال ښاغلی طاهر ځلاند هم د ښاغلي سلیمان لايق علمي اؤ ادبي خدمتونه ستایي اؤ وایي چې لايق صیب په علمي حيثيت يو عهد ساز او رجحان ساز شخصیت دی.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې هغه وویل لايق صیب د فلکورې ادبياتو برخه کې ډير کار کړی اؤ د پښتو شعر ته په نوي رنګ ورکولو کې مخکښ و.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر ځلاند زیاته کړه د داسې اشخاصو متضرر کېدل په چقيقت کې په کلتور او پوهنه ګوزار دی.

ددانش خپروندیه ټولنې مشر وتلي لیکوال ښاغلي اسد دانش هم دلروبر پښتنو یو محبوب شخصیت بللی اؤ ویلي یې دي چې لائق صیب ټول عمر پښتنو ته د هغوئ دحقونو دپاره دخپلو شعرونو دلارې یو انقلابي شعور ورکړی دی.

امریکه غږ ډیوه ته ښاغلي اسد دانش ویلي لایق صیب دخپل ژوند ډیره برخه دپښتو ادب دپاره وقف کړې اؤ داسې انقلابي شاعري یې کړې چې دافغانستان دچپ لاس مبارزینو به پخپلو جلسو ا‌ؤ مجلسونو کې ویل اؤ دخلکو وینا به یې پرې راګرموله.

اسد دانش زیاتوي چې هغه یوازې دپښتو ادب د ودې دپاره کار نه دی کړی بلکې په فارسي یې هم ډيره ښه شاعري کړې اؤ په برو پښتنو کې داسې وتلی انقلابي شاعر منل کیږي لکه څنګه چې په پښتونخوا کې خدایې بخښلي اجمل خټک دخپلو انقلابي شعرونو له امله په خلکو کې شهرت اؤ محبوبیت لرلو.

دسلیمان لائق کتابونه

ښاغلي سیلمان لائق په افغانستان کې د کمونسټي رژیمونو په مهال دافغانستان په سیاسي چارو کې د اقوام اؤ قبائیلو دچارو وزیر هم پاتې شوی دی اؤ اوسمهال د علومو اکاډمي علمي سلاکار دی.

دهغه خپل نوم غلام مجدد دی اؤ پکتیکا ولایت دښرنې ښارګوټي په ایمني خیلو سیمه کې په ۱۲م اکتوبر. ۱۹۳۰ کې زیږیدلی دی.

ګڼ شمیر کتابونه یې لیکلي اؤ خپاره کړي چې په هغې کې د څو نومونه په دې ډول دي، چونغر،کیږدۍ،یادونه اؤ درمندونه،بادبان،کیسې اؤ افسانې،داباسین سپېدې،شپیلۍ،دپښتو لنډیو یوه تحلیلي رسله،سمت روشن جاده ها اؤ سپرغۍ ،په دې کتابونو کې زیاتره شعري ټولګې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG