لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان دریکوډک قضیه کې د اربونو ډالرو دجرمانې نړیواله محکمه کې دچیلنج کولو اعلان کړی


پاکستان اعلان کړی چې د ریکوډک په قضیه کې دثالثۍ دنړیوال کمیشن لخوا پاکستان ته د اورول شوې شپږ اعشاریه دو اربو ډالرو دجرمانې فیصله به نړیواله محکمه کې چیلنج کوي.

سږکال دجولایي په میاشت دثالثۍ نړیوال کمیشن یا ایي سي ایس ایي ډي‌ د ریکوډک په قضیه کې پاکستان ته څه دپاسه دشپږو اربو ډالرو د جرمانې سزا اورولې وه.

دپاکستان به ضد دا قضیه یوې اټالوي کمپنۍ ټیهیان دنړیوالې ثالثۍ محکمې ته په کال ۲۰۱۷م کې وړاندې وړې وه.

د نهې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته دپاکستان دانرژۍ دچارو وزیر عمر ایوب خان ویلي پاکستان به د ریکوډک اؤ کار کی په قضیو کې دنړیوالې محکمې لخوا په پاکستان دلګول شوؤ جرمانو پرېکړې چیلنج کوي.

هغه وویل په تیرو وختونو کې دحکومتونو دکمزورو تګلارو له امله په پاکستان درنې جرمانې لګیدلي اؤ په وینا یې دریکوډک په قضیه کې پاکستان ته د۶.۲ اربو ډالرو اؤ دکار کی په قضیه ورته د ۱.۲اربو ډالرو جرمانې اورول شوي.

هغه وویل پاکستان نه شي کولی دومره درنې جرمانې ورکړي ځکه نو حکومت پرېکړه کړې ده چې دا جرمانې به نړیواله محکمه کې چیلنج کوي

قضیه څنګه نړیوالې محکمې ته رسېدلې وه؟

دپاکستان به ضد دا قضیه یوې اټالوي کمپنۍ ټیهیان دنړیوالې سرمایه ګزارۍ دچارو محکمې ته په کال ۲۰۱۷م کې وړاندې وړې وه.

دغه کمپنۍ نړیوالې محکمې نه غوښتنه کړې وه چې پاکستان یې بلوچستان کې دسرو زرو اؤ تانبې دلټون تړون لغوه کړی چې له امله یې کمپنۍ ته درانه زیاتونه اوښتي ځکه نو پاکستان څخه دې دتاوان په توګه 11.43 اربه ډالر واخستل شي.

په کال۱۹۹۳ کې دبلوچستان دهغه وخت وزیراعلي نواب ذوالفقار علي مګسي بلوچستان کې د سرو زرو اؤ د تانبې د لټون ټیکه داسټریلیا یوې کمپنۍ پي‌ایچ پي ته ورکړې وه.

خو وروسته دبلوچستان حکومت ویلي وؤ چې دغه کمپنۍ دبلوچستان دحکومت له خبرولو پرته اتالوي کمپنۍ ټیتهیان سره هم بلوچستان کې دسرو زرو اؤ تانبې دلټون تړون کړی دی اؤ په دې یې دا ټیکه منسوخ کړې وه.

وروسته په جنورۍ کال ۲۰۱۳م کې دپاکستان دهغه وخت دسترې محکمې مشر قاضي افتخارمحمد چوهدري هم د بلوچستان دحکومت اؤ اسټریلوي کمپنۍ تر منځ شوی د ریکوډک تړون دملکي ګټو په ضد ګرځولی اؤ دا یې لغوه کړی ؤ.

ریکوډک څه شی دی؟

ریکوډک په بلوڅۍ ژبه کې د شګو ډیري ته ویل کیږي اؤ دا دبلوچستان په چاغي سیمه کې د یو وړوکي کلي نوم دی چې دایران اؤ افغانستان سره په پوله اباد دی.

د راڅرګندو شوؤ معلوماتو په اساس په ریکوډک کې د کمې درجې دتانبې ټولې5.9 ذخیرې ،دمنځومانه دتانبې0.41 اؤ سرو زور د درجې 0.22 ګرامه (په یوټن کې) ذخیرې شتون لري.

دا په نړۍ کې د سرو زرو اؤ تانبې پنځمه ستره ذخیره ګڼل کیږي

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي ددې سیمې څخه هرکال دوه لکه ټنه تانبه اؤ دوه نیم لکه اونس سره زر ترلاسه کیږي

XS
SM
MD
LG