لاس رسیدونکی لینک

 
طالبان وایي دجګړې دلارې به امریکه زر مذاکراتو نه داوښتو په پرېکړه ستومانه کړي
تازه خبر

طالبان وایي دجګړې دلارې به امریکه زر مذاکراتو نه داوښتو په پرېکړه ستومانه کړي


طالبانو ګواښ کړی چې دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا دسولې دخبرو نه دپشا کیدو وروسته به هغوئ افغانستان کې دموجودو امریکایي ځواکونو په ضد جګړې ته دوام ورکړي اؤ په دې پرېکړه به پخپله امریکا ډيره زر ستومانه شي.

نړیوالې خبري شبکې الجزیزه ته دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ویلي هغوئ یوازې دوه لارې لري، وړومبۍ دا چې دامریکا په ضد جګړه وکړي اؤ وویمه دا چې خبرې اترې ورسره وکړي.

طالب ویاند ویلي که چرې صدر ټرمپ خبرې نه کول غواړي نو بیا به مونږ وړومبۍ لارې د جګړې خپلوؤ اؤ پوهیږو چې په دې لاره کې به امریکه ډيره زر پخپله پرېکړه پښېمانه شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې طالبانو سره خبرې نورې “ختمې” شوي دي

هغه ویلي وؤ چې طالبانو سره دمذاکراتو دلړۍ ودرولو پرېکړه یې پخپله کړې اؤ په دې لړ کې یې له هیچا مشوره نه ده غوښتې.

د سه شنبې په ورځ صدر ټرمپ دا راپورونه رد کړي وؤ چې چې هغه دمرستیال صدر مائیک پینس اؤ خپلو نورو مشیرانو مشورې په خیال خاطر کې نه وې راوستې اؤ په کیمپ ډيوډ کې یې طالب مشرانو سره دلیدنې پرېکړه کړې وه.

هغه ویلي طالبان یې کیمپ ډيوډ ته هم پخپله رابللي اؤ اؤ وروسته یې هغوئ سره دخپلې لیدنې ختمولو پرېکړه هم پخپله کړې ده.

ټاکل شوې وه چې صدر ټرمپ به دتیر اتوار په ورځ په کیمپ ډيوډ کې افغان ولسمشر اشرف غني اؤ طالب مشرانو سره په جلا،جلا توګه لیدنې کوي خو وروسته ددغه لیدنې نه یوه ورځ وړاندې یې اعلان وکړو چې دا لیدنې یې کنسل کړي دي.

صدر ټرمپ طالبانو سره دلیدنې اؤ مذاکراتو نه دا انکار وروسته له هغې کړی چې د پنجشنبې په ورځ کابل کې په یوه حمله کې دیو امریکایي پوځي په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول اؤ طالبانو ددغه برید پړه پرغاړه واخسته.

صدر ټرمپ ددغه برید په غبرګون کې ویلي وؤ چې دسولې خبرې اؤ بریدونه په یو ځائ دوام نه شي کولی نو ځکه امریکا نور طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې خبرې دتیر یو کال راهسې قطر کې روانې وې اؤ دواړه خواؤ په دې وروستیو کې دعوه هم کړې وه چې دسولې یو غوڅ تړون ته نزدې شوي، خو په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې خپلو ترهګریزو بریدونو کې شدت هم راوستی ؤ اؤ صدر ټرمپ دطالبانو دا عمل دهغوئ د بلیک میلنګ په نوم بللی ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG