لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سره په پوله وسله والو بريدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان د لوري په پوله د خېبرپښتونخوا په دير ضلع کې په برید کې درې پوځيان وژل شوي او يو ژوبل شوی دی، او په شمالي وزيرستان کې په بل بريد کې يو پوځي وژل شوی دی.

پوځ ويلي په شمالي وزيرستان کې پوځ دوه وسله وال هم وژلي دي.

د پاکستان پوځ د خالي، شنبې په ورځ ويلي د افغانستان سره په پوله په پوځ د وسله وال بريد پېښه د خېبرپښتونخوا په دير ضلع کې شوې او ترهګرو د پولې د پورې غاړې نه په پوله د سيمو په ازغن تار لګولو بوخت پوځيان په نخښه کړي دي.

پوځ ويلي په بريد کې درې پوځيان وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

پوځ ويلي د دير په بريد کې د خېبر ضلعې سره تعلق لرونکی ۲۸ کلن لانس نايک سيد امين افريدی، د مانسهرې ضلعې ۲۸ کلن لانس نايک محمد شعېب سواتي او د نوښار ضلعې ۲۲ کلن سپاهي کاشف علي وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پېښې په اړوند پوځ ويلي د سپين وام اباخېل علاقې سره نزدې په ګزمه بوخت پوځيانو باندې د وسله والو په بريد کې سپاهي اختر حسېن وژل شوی او په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې ځايي خلکو تور لګولی چې پوځ دوه تنه وروڼه په ډزو وژلي دي او د دوي د ترهګرو يا يې د کومې وسله والې ډلې سره هيڅ تعلق نه ؤ.

د راپورونو ترمخه په دير کې د افغانستان د لوري په پوځ د بريد په سر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې افغان چارواکو ته احتجاج ريکارډ کړی دی.

د پاکستان او افغانستان د لوري وخت په وخت د يو بل پرضد په پوله دواړو غاړو ته د ترهګرو بريدونو تورونه لګي او دواړه هېوادونه وايي چې خاوره يې ترهګر د بل پرضد کاروي خو دواړه هېوادونه د يو بل دغه تورونه ردوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG