لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير او محسن داوړ سره د اقبال هوتي د خوشي کېدو ضمانتونه منظور شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشرانو او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو ضمانتونه منظور کړی شوي دي.

په مردان کې د پي ټي اېم د بل نيول شوي غړي اقبال هوتي ضمانت هم منظور کړی شوی دی.

په علي وزير او محسن داوړ د روان کال په ۲۶ مې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په پوځي چيک پوسته د برید او له هغې وروسته په اووم جون د پوځ په يو ګاډي د چاؤدنې په تور کې مقدمې جوړې شوې او بنديوان کړی شوي وو.

د پوځ په ګاډي د چاؤدنې په مقدمه کې د بنو د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت له دې وړاندې د دوي ضمانت منظور کړی او نن د پېښور هايکورټ د بنو څانګې د خړکمر په مقدمه کې د دوي ضمانت منظور کړو.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټويټر د دوي د ضمانت منظورېدو پخلی کړی او ويلي يې په دوي د دروغو مقدمې جوړې کړی شوې وې.

د پي ټي اېم غړو د علي وزير او محسن داوړ په ضمانت منظورېدو د خوشحالۍ څرګندونې کړي او د وکيلانو مننه يې کړې ده.

ثنا اعجاز په ټويټر ويلي،

بل لور ته نزدې يوه اوونۍ وړاندې په مردان کې د پي ټي اېم فعاله نيول شوي غړي هم اقبال هوتي نن ضمانت منظور کړی شوی دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په وروستيو کې ويلي ؤ د خپلو ټولو بنديوانو ملګرو د خوشي کولو او د غورځنګ دپاره به مبارزه دوامداره ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG