لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر اؤ محسن داوړ به نن ماذیګر پورې له بنده خوشې شي،وکیل طارق افغان


دپښتون ژغورنې غورځنګ د دوؤ بندي مشرانو اؤ دپاکستان دپارلیمان دغړو علي وزیر اؤ محسن داوړ وکیل طارق افغان هیله ښودلې ده چې علي وزیر اؤ محسن داوړ به نن(جمعه)ماذیګر دهریپور له زندانه خوشي شي.

امریکه غږ ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طارق افغان ویلي دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دخوشې کیدو دپاره ټولې قانوني تقاضې سرته رسول شوي دي اؤ اوس یوازې دهغوئ د زندان نه راتلو ته انتظار دی.

په علي وزير او محسن داوړ څو میاشتې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په پوځي چيک پوسته د برید او له هغې وروسته په اووم جون د پوځ په يو ګاډي د چاؤدنې په تور کې مقدمې جوړې شوې او بنديوان کړی شوي دي.

خو دپښتون ژغورنې غورڅنګ مشران اؤ د علي وزیر اؤ محسن داوړ وکیلان وایي چې په هغوئ لګول شوؤ تورونو کې هیڅ حقیقت نشته.

دوه ورځې وړاندې د پېښور هائیکورټ دبنو څانګې قاضي ښاغلي ناصر محفوظ د محسن داوړ اؤ علي وزیر دضمانتونو دعریضې اوریدنه کړې وه اؤ دهغوئ ضمانتونه یې منظور کړي وؤ .

خو په هغه مهال ددغو دواړو بندي مشرانو وکیل طارق افغان ډیوه سره خبرو کې اندېښنه ښودلې وه که چرې دعلي وزیر اؤ محسن داوړ په ضد کومه بله مقدمه پټه ساتل شوي وي نو هغه ددې دواړو مشرانو خوشې کیدو کې خنډان راولاړولی شي.

طارق افغان ویلي وؤ په ظاهره چې په محسن داوړ اؤ علي وزیر څومره مقدمې جوړې شوي په هغې ټولو کې یې ضمانت شوی خو که بله مقدمه پرې را وویستل شي نو په هغې کې به یې هم دضمانتونو دپاره محکمې ته رجوع کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG