لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندو کې چاؤدنې پوځي افسر او سپاهي وژلی


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع مومندو کې چاؤدنه شوې د پوځ يو افسر (مېجر) او يو سپاهي پکې وژل شوي دي.

د مومندو ضلعې پوليسو پخلی کړی چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ د بره مومندو په بايزو علاقه کې رامنځته شوې ده.

حزب الاحرار ډلې د چاؤدنې زمه واري منلې او د ډېرو پوځيانو د وژلو ادعا يې کړې ده.

پوليسو يواځې په چاؤدنه کې د پوځي افسر او سپاهي د وژنې پخلی کړی په دغه اړوند يې نور جزيات نه دي شريک کړي.

د مومندو نه سرچينې وايي د افغانستان سره د ګورسل په کنډاؤ هم د پورې غاړې نه په امنيتي سرتېرو بريدونه شوي دي.

پوځ په خپله د بايزو په چاؤدنه کې د پوځي افسر او سپاهي د وژنې او په ګورسل د پولې د پورې غاړې د بريد په اړوند څه نه دي ويلي.

پينځه ورځې وړاندې پوځ په شمالي وزيرستان کې د افغانستان سره په پوله پرتې علاقه کې د پولې د پورې غاړې نه په بريدونو کې د څلورو پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی ؤ.

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتو قبايلي ضلعو کې په بشپړ ډول د امنيت په ځای کولو ادعاوې کوي خو په يادو علاقو کې وخت په وخت په امنيتي سرتېرو د بمي چاؤدنو سره د وسله والو وژونکو بريدونو خبرونه مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG