لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د لسو زرو نه زيات کسان د ډینګي ماشي تبې وهلي


په پاکستان کې دا وخت د ډينګي په تبه د اخته ناروغانو شمېره د لس زرو څخه اوختې ده او د صحت د محکمې چارواکي وايي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجاب کې د ډينګي په تبه اخته نور پينځه کسان مړه شوي دي د کوم سره چې په صوبه کې د مړو شمېره ١٢ ته رسيدلې ده .

په اسلام اباد کې د اتوار په ورځ خبري کانفرنس ته د صحت دپاره د وزير اغظم ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر مرزا ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې د ډينګي د تبې نه د اغېزمنو ناروغانو شمېره نوره هم سېوا کېدی شي.

هغه وويل د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه دا مهال په ګرد هېواد کې د ډينګي په تبه لس زره او ديارلس کسان اخته دي ، په پنجاب کې ٢٣٦٣ ، سنده کې ٢٢٥٨ ، خېبرپښتوخوا کې ١٨١٤او په بلوچستان کې ١٧٧٢ د ډينګي څخه متاثره شوي دي او دا شمېر په راتلونکو څو ورځو کې نور هم سېوا کېدی شي .

په پنجاب صوبه کې د صحت چارواکي وايي چې دغلته په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دې تبې له امله نور پينځه کسان مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړو تنانو شمېره ١٢ ته رسيدلې ده .

د پنجاب د صحت د محکمې ترمخه په پېنډې ښار کې ١٥٢ ، اسلام اباد کې ٢٨٤ ، سرګودها کې ٦ او په لاهور ښار کې د ډينګي د تبې ښکار څلورو کسانو پخلې شی دی.

دغه رنګ په خېبرپښتنخوا کې د معلوماتو ترمخه د ډينګي نور ١٨٩ کيسونه مخې ته راغلي دي چې ورسره دغلته د مريضانو ټوله شمېره ٢٥٠٢ ته لوړه شوې ده .

په بلوچستان کې د چارواکو ترمخه د ډينګي په تبه اخته درې ناروغان مړه شوي دي او د ناروغانو شمېره هم ٢٦١٨ ته رسېدلې ده.

مرکزي حکومت د ډينګي د څار او پر ضد يې د عملياتو دپاره يو ځانګړې مرکز هم قايم کړی دی. دا مرکز به د صورتحال جاج اخلي او ضروري ګامونه په پورته کوئ.

په مطبوعاتو داسې خبرون هم خواره دي چې په پنجاب صوبه کې او پايه تخت اسلام اباد کې د ډينګي د ناروغانو دپاره په سرکاري هسپتالونو کې ټاکل شوو بيلو وارډونو کې ځايونه هم کم شوي او ډاکټر ظفر مرزا وايي د دې دپاره ې په شخصي روغتونونو کې ١٠٠٠ بيډونه مختص کړي دي .

XS
SM
MD
LG