د افغانستان سره په پولې پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې وسله وال بريد شوی د اېف سي ځواک دوه سرتيري او د ماړې په نوم د ګېس او تېلو شخصي کمپنۍ څلور کار کوونکي پکې وژل شوي دي.
په بريد کې د ملېشې ځواک څلور سرتيري ژوبل شوي هم دي او هغه د درملنې دپاره په سيمه کې پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
درې وسله والو ډلو تحریک طالبان حزب الاحرار، تحریک طالبان پاکستان حکيم الله کاروان او قاري حسېن ډلې د بريد زمه واري منلې ده.
په سپين وام کې د ماړې په نوم د ګېس او تېلو د کمپنۍ د کار کوونکو او اېف سي ځواک د سرتېرو د وژنې پخلی ځايي انتظاميې کړی دی.
چارواکو ویلي پېښه د نهې، سه شنبې په ورځ رامنځته شوې او د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
د ماړې په نوم د تېلو او ګېس شخصي کمپنۍ په علاقه کې د تېلو او ګېس په لټون کار کوي.
د ماړې کمپني د چين ده او دلته يې د پنجاب صوبې يو تن چلوي.
يادې کمپنۍ په علاقه کې د ضرب علمياتو وورسته د تېلو او ګېس په لټون کار پېل کړی دی.
د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د ضرب عضب په نوم په شمالي وزيرستان کې د تندلارو وسله والو پرضد پوځي عمليات پېل کړي وو.
په علاقه کې تېر کال هم د ماړۍ کمپنۍ په يو ګاډي بريد شوی او څلور کار کوونکي يې پکې په ځای سوځول شوي وو.
د يادې کمپنۍ په کار کوونکو دا تازه بريد درېم وژونکی بريد دی چې ترسره کيږي.